د بشري حقونو ډلې: روهېنګیا کډوال په زوره یوه ټاپو ته لېږدول کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
په بنګله دېش کې چارواکو یوه لری پراته ټاپو بیسن چار ته د روهېنګیا کډوالو د لېږدولو چاره د کډوالو د خوندیتوب او خوښې په اړه له اندېښنو سره سره پیل کړې ده.
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د جمعې په ورځ (د ډسمبر څلورمه) ۱۶۰۰ کډوال بنګال کې دغه ټاپو ته ولېږدول شول.
بنګله دېش وايي ټول کډوال د دوی په خوښه بیسن چار ټاپو ته لېږدول شوي خو روهېنګیا کډوالو د اکتوبر په میاشت کې له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو چې نه غواړي بیسن چار ټاپو ته ولېږدول شي.
بله خوا د بشري حقونو ډلو اندېښنه څرګنده کړې چې ټاپو ته لېږدول شوي ډېری کډوال د هغوی د خوښې پرخلاف لېږدول شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په دې لړ کې له ۱۲ هغو کورنیو سره خبرې کړي چې د لېږدولو لپاره یې نومونه په لست کې شامل دي، خو دغو کورنیو ویلي چې نه غواړي ټاپو ته ولېږدول شي.
ملګرو ملتونو ویلي لري پراته ټاپو بیسن چار ته د روهېنګیا کډوالو د لېږدولو په اړه ډېر لږ معلومات نه دي ورکړل شوي او دوی په دې چاره کې ښکیل نه دي.
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن د پنجنشنبې په شپه ویلي و چې حکومت یې هېڅ کډوال په زور د بیسن چار ټاپو ته نه لېږدوي.

روهېنګیایان درې کاله وړاندې په میانمار کې د دوی پرضد له پوځي عملیاتو وروسته بنګله دېش ته کډه شول.
ملګري ملتونه وايي د روهېنګیایانو پرضد پوځي عملیاتو کې له ۱۰ زره ډېر کسان ووژل شول او ۷۳۰ زره نور له خپلو مینو بې ځایه شول.
له هماغه راهیسې ګڼ شمېر روهېنګیا کډوال بنګله دېش کې ژوند کوي.
۵۵ کلنې رشېده خاتون د اکتوبر په میاشت کې بي بي سي ته ویلي و چې ماشومان یې د ۳۰۰ کډوالو په هغه لست کې شامل وو چې په زوره د بیسن چار ټاپو ته د روان کال په لومړیو کې استول شوي وو.
هغه وايي بنګله دېش ته له رسېدو دمخه یې څو میاشتې په سمندر کې تېرې کړې دي.
کله چې د اکتوبر په میاشت کې د بي بي سي خبریالان د بیسن چار ټاپو ته ورغلل اجازه ورنکړل شوه چې دلته له استول شویو کډوالو سره خبرې وکړي.
یوه ۳۱ کلن کډوال د پنجنشنبې په ورځ رویترز خبري آژانس ته په تېلېفون کې ویل چې له کاکس بازار نه په زوره د بیسن چار ټاپو ته بیول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د بنګله دېش په حکومت کې د کډوالو د چارو مرستیال مشر شمسود دوزا ویلي چې کډوال د هغوی په خوښه د بیسن چار ټاپو ته لېږدول کېږي.
نوموړی وايي:
''کډوال په خوشحالی ټاپو ته ځي، هېڅ په زوره نه بیول کېږي. حکومت د کډوالو د ساتنې او پالنې په ګډون په دې برخه کې ټول اقدامات کړي دي. ''
د بنګله دېش چارواکو په تېرو دریو کلونو کې د بیسن چار په ټاپو کې د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت ودانۍ جوړې کړې چې څه باندې سل زره روهېنګیا کډوال په کې ځای پرځای کړي.











