تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: امریکا کې ښايي په دېسمبر کې واکسین تطبیق شي
امریکا کې د کورونا وېروس د واکسین پروګرام مشر وايي شونې ده چې په دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹واکسین په لومړي ځل د راتلونکې دېسمبر میاشتې پر یوولسمه تطبیق کړل شي.
ډاکټر منصف سلاوي امریکايي تلویزیونې شبکې سي ان ان ته ویلي پلان داسې جوړ شوی چې "واکسین له منلو کېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې د تطبیق مرکزونو ته ورسول شي ".
په نږدې راتلونکې کې د کورونا وېروس د واکسین د تطبیق خبره داسې مهال کیږي چې امریکا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ مثبتو پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د جان هاپکنز پوهنتون د مالوماتو له مخې دغه هېواد کې د کورونا وېروس څه باندې ۱۲ میلیونه مثبتې پېښې او له امله یې د ۲۵۵ زره کسانو مړینه ثبت شوې ده.
پر کوویډ-۱۹ د اخته کسانو او له امله یې د مړو دا شمېرې د نړۍ د بل هر ځای پرتله لوړې دي.
د درمل جوړولو امریکایۍ کمپنۍ فایزر او شریک یې بایوټېک د تېرې جمعې پر ورځ د کوویډ-۱۹ لپاره د خپل واکسین د عملي کولو په موخه د بیړنۍ اجازې غوښتنه وکړه.
په ازمایښتي دوران کې پایلو وښودله چې دا واکسین چې د ۶۵ کلونو نه پر لوړ عمر لرونکو کسانو تطبیق شوی وو ۹۴ سلنه اغیزناک وو.
د امریکا د خوړو او درملو ادارې اړوند د واکسین کمیټې تمه ښودلې چې د دېسمبر پر لسمه غونډه وکړي.
ډاکټر سلاوي سي ان ان ته ویلي شونې ده چې "واکسین د تطبیق لپاره له منل کېدو یوه او یا دوه ورځې وروسته د دېسمبر پر یوولسمه او یا دولسمه ووېشل شي"
د یادولو ده چې نږدې یوه اونۍ وړاندې بلې امریکایۍ کمپنۍ موډرنا هم اعلان وکړ چې د کورونا وېروس داسې واکسین یې جوړ کړی چې ۹۵ سلنه اغیز لرونکی دی. یاد شرکت دا نوی واکسین پر ۳۰ زره کسانو تطبیق کړی دی.
د دې دواړو شرکتونو د اغیزناک واکسین له اعلان وروسته داسې هیلې را ټوکیدلي چې ښايي په نړۍ کې د کوویډ-۱۹ وبا به له منځه یوړل شي.
دواړو شرکتونو د واکسین جوړولو لپاره د لوړې کچې تجربوي او ابتکاري لارې چارې کارولي.