تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین شکایت رد شو
د امریکا پنسلوانیا ایالت کې محکمې د ټرمپ د کمپاین هغه شکایت رد کړی، چې وايي، په دې ایالت کې دې څو میلیونه پوستي رایې باطلې شي.
دا په محکمه کې د ټرمپ تر ټولو تازه ماتې ګڼل کېږي، چې هڅه یې کوله د نومبر د درېیمې ټاکنو پایلې چې ده ماته پکې خوړلې وه، بدلې کړي.
ښاغلي ټرمپ تر اوسه رسماً خپله ماتې ته ده منلې، خو ادعا کوي چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوې دي، خو لا یې هم محکمې ته کره شواهد نه دي وړاندې کړي.
پنسلوانیا کې د ټرمپ کمپاین له یوې فډرالي محکمې غوښتي وو چې کابو اوه میلیونه رایې باطلې اعلان کړي، خو په دې چاره کې دوی پاتې راغلل.
خو قاضي مټیو بران پخپل حکم کې ولیکل، چې د ټرمپ کمپاین ددې ادعا مخته بېولو لپاره باید "قانع کوونکی حقوقي استدلال کړی او د درغلیو د ادعاوو لپاره ټینګ دلایل وړاندې کړي وای."
دی زیاتوي، د ټرمپ ټاکنیز کمپاین "د کمزورو دلایلو له کبله پر ګومان ولاړ بې ارزښته تورونه لګولي او محکمې ته یې راوړي دي."
نوموړی دا هم وايي چې "د امریکا متحدو ایالتونو کې په دې دلایلو ان له یوه کس هم د هغه رایه نه شي اخیستل کېدای، دا خو لا پرېږده چې په شپږم ګڼ مېشتي ایالت کې دې ټولې رایې باطلې اعلان شي."
میشیګن کې شکایت
په ورته وخت کې، میشیګن کې جمهوریپالو چارواکو د دغه ایالت له ټاکنیز پلاوي غوښتي چې د دغه ایالت د وورستیو پایلو تاییدول دوه اونۍ وځنډوي.
د میشیګن ایالت د چارو اړوند وزارت سم لاسي پر دې وړاندیز نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د قانون له مخې، د پایلو تاییدولو ځنډول د منلو وړ نه دي.
شمېرې ښيي چې جو بایډن په دې ایالت کې ګټونکی دی، خو ټرمپ دا مسله د درغلیو د ادعاوو راپورته کولو په لړ کې- چې کوم شواهد یې لا نه دي وړاندې کړي، تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
په پام کې ده چې د میشیګن ټاکنیز بنسټ چې دوه دیموکراټ او دوه جمهوریپال غړي پکې غړیتوب لري، د دوشنبې په ورځ د ټاکنیزو پایلو د منلو لپاره ناسته وکړي.