تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا ټاکنې ؛ په جورجیا کې له بیا شمېرنې وروسته د بایډن بریا تایید او د ټرمپ شکایتونه رد شول
د رایو په بیا شمېرنه کې په مهم او برخلیک ټاکونکي ایالت جورجیا کې د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن بریا تایید شوې او په درې نورو ایالتونوکې د پایلو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ د پلویانو شکایتونه رد شوي دي.
د جورجیا د قانون له مخې له بیا شمېرنې وروسته د دیموکرات ګوند اړوند جوبایډن د جمهوریت پال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ ته د ۱۲ زره او ۲۸۴ رایو په توپیر ماته ورکړې ده.
ښاغلي بایډن ویلي دی ډاډه وو چې ښاغلی ټرمپ پوهېده چې نه شي بریالی کېدای او هغه په خپل دې دریځ سره داسې "بې مسؤولیتي وښودله چې باور یې نه کېده".
تمه ده چې بایډن د راتلونکي کال جنورۍ کې د امریکا د شپږ څلوېښتم ولسمشر په توګه په خپل کار پيل وکړي.
په عمومي رایو کې بایډن د نږدې شپږ ملیونه رایو په توپیر بریالی بلل شوی. خو د الکټرال کالج د رایو له مخې چې پر بنسټ یې ولسمشر ټاکل کیږي تمه ده چې جو بایډن به ۳۰۶ او سیال به یې ۲۳۲ رایې تر لاسه کړي.
د الکټرال کالج د ۲۷۰ رایو په تر لاسه کولو سره یو نوماند بریا ته رسیږي.
د جو بایډن وروستۍ څرګندونې
منتخب ولسمشر جو بایډن د ټرمپ له خوا د ټاکنو پایلې نه منل غندلي او ویلي یې دي هغه پيغام چې په دې دریځ سره یې ډونلډ ټرمپ نړۍ ته د امریکا د ديموکراسۍ په اړه ورکوي ډېر زیان اړوونکی دی.
ښاغلي بایډن پر ټرمپ د سختو نیوکو لړ کې وویل چې هغه به " د امریکا د یوه تر ټولو بې مسؤولیته ولسمشر په توګه په ذهنونو کې پاتې شي".
نوموړي زیاته کړه: " د دې درک کول چې هغه څه ډول فکر کوي ډېره سخته چاره ده. د هغه کړه وړه واقعا ټکان ورکوونکې دي. اکثره خلک په دې نظر دي چې د ټاکنو پایلې له قانون سره سمې دي".
د ډونلډ ټرمپ د شکایتونو پایله
ولسمشر ټرمپ په بیلابیلو محکمو کې د اعلان شویو رایو په وړاندې شکایتونه کړي وو خو تر اوسه له یوه پرته نور ټول شکایتونه یې رد شوي دي.
بل لورته ښاغلي ټرمپ د کانګرس ځینې غړي سپینې ماڼې ته غوښتي دي او شونې ده چې د دې کار هدف د ټاکنو د پایلو د بدلون لپاره د نوموړي د یوې نوې هڅې پيل وي.
د میشيګان ایالت له قانون جوړوونکو غوښتل شوي چې نن د جمعې په ورځ له ولسمشر ټرمپ سره د لیدلو لپاره سپینې ماڼې ته ورشي.
د امریکايي رسنیو د اټکل مخې یوه شونتیا داده چې ښاغلی ټرمپ به هڅه وکړي چې په جمهوریت پلوو مهمو ایالتونو کې ایالتي قانون جوړوونکي قانع کړي چې د رایه ورکوونکو انتخاب له پامه وغورځوي او پر ځای یې د الکټرول کالج لپاره ټرمپ پلوي استازي وټاکي.