تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د ډونلډ ټرمپ پر ناروغۍ خپګان او اندېښنه وښوده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر کورونا وېروس د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اخته کېدو له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ پر فېسبوکپاڼه په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي:
''د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن د کوویډ - ۱۹ معاینې مثبت کېدو له کبله خواشینی شوی او د دواړو د ښې روغتیا لپاره نیکې هیلې او دعا کوي. ''
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ منلې چې د ده او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ د کورونا وېروس معاینه مثبته ده او قرنطین دي.
نوموړي خپل ټوېټر کې لیکلي:
"نن شپه زما او د لومړۍ مېرمن د کووېډ-۱۹ معاینه مثبته ده، موږ به سملاسي او په ګډه به قرنطین او روغتیايي چارې پیل کړو."
سپینې ماڼۍ د ولسمشر د معالج ډاکتر له لاسلیک سره یوه اعلامیه خپره کړې، چې وايي ولسمشر او مېرمن یې اوسمهال له روغتیايي پلوه ښه دي.
ولسمشر ټرمپ داسې مهال پر کورونا اخته کېږي، چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې یوه میاشت وخت پاتې دی.
د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز سیال دیموکرات جو بایډن د ټاکنیزو سیالیو لړ کې پر نوموړي د کورونا وېروس کابو کولو لړ کې نیوکې کړې دي.
بل لور ته یو شمېر نړیوالو مشرانو پر کورونا وېروس د ښاغلي ټرمپ او لومړۍ مېرمنې اخته کېدو ته غبرګون څرګند کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، دعا کوي چې ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې ژر له کوویډ - ۱۹ ناروغۍ ورغېږي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم د ټویټر له لارې د ښاغلي ټرمپ او میلانیا ټرمپ د ژر رغېدنې او ښې روغتیا لپاره هیله څرګنده کړې ده.
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن پر ټویټر لیکلي:
''د ولسمشر او لومړۍ مېرمنې لپاره نیکې هیلې. هیله من یم چې دوی دواړه به ژر له کورونا وېروسه ورغېږي. ''
په یوه ټویټر پیغام کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس او مېرمن یې کارین ولسمشر ټرمپ او مېرمنې لپاره یې د ښې روغتیا هیله څرګنده کړې.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو هم د ولسمشر ټرمپ او هغه د مېرمنې لپاره د ښې روغتیا هیله څرګنده کړې.
ښاغلي ټرمپ ۷۴ کلن دی او په هغه ډله کسانو کې شمېرل کېږي، چې جدي خطر ورته متوجه دی.
ولسمشر ټرمپ ډېری مهال د ماسک کاروول رد کړي او داسې ډېر تصويرونه یې خپاره شوي، چې ټولنیز واټن یې نه دی مراعت کړی.
په امریکا کې ۷ اعشاریه دوه میلیونه کسان پر کورونا وېروس اخته شوي او ۲۰۰ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د سږکال په لومړیو کې د ولسمشر ټرمپ طبي ازموینه ښيي چې د نوموړي وزن ۱۱۰ اعشاریه اووه کیلوګرامه دی او د ماهرینو په خبره د ده یو اعشاریه نهه متره قد (شپږ فوټه درې انچه) لپاره دا وزن ډېر دی.
خو د نوموړي معالج ډاکتر سیان کونلې هغه مهال ویلي و، چې ''ولسمشر به له روغتیايي پلوه روغ رمټ '' پاتې شي.
د امریکا کې د ناروغیو کنټرول اداره وايي، د معاینې مثبت راتلو په صورت کې باید یو کس تر لسو ورځو پورې ګوښی پاتې شي.