تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ځانګړی رپوټ: د سوریې وګړي د جګړې لپاره اذربایجان ته استول کېږي
یوه سوریایي وګړي، چې دلته یې د عبدالله په مستعار نوم یادوو، بي بي سي ته وویل، دی خبر نه و چې جګړې ته استول کېده. په وارخطایۍ یې خبرې کولې. نه یې غوښتل قومندانان یې خبر شي چې یوه خبریال سره یې خبرې کړې دي.
عبدالله وایي: "موږ ته وویل شول چې اذربایجان ته لاړ شئ. هلته به پر پوځي پوستو پیره کوئ. دوه زره ډالر به درکول کېږي. هغه مهال جګړه نه وه پیل شوې. موږ هېڅ ډول پوځي روزنه هم نه درلوده".
یوه اوونۍ وروسته ځوان عبدالله په یوه داسې جګړه کې شریک و چې هېڅ یې سر پرې نه خلاصېدو، او هغه هم داسې یو هېواد کې چې پخوا یې نه و لیدلی.
پوځي روزنه نشته، جګړه نشته
د سوریې د شمالي سیمو د ډېرو وګړو په څېر عبدالله هم له جګړې ستړی و. په سیمه کې یوې وروستۍ ټولپوښتنه کې خلکو وویل، اړ دي چې د میاشتې تر پنځوس ډالرو هم په کمو پیسو ګزاره وکړي.
بیا ناڅاپه تېره اوونۍ عبدالله ته د څلوېښت چنده ډېرو پیسو وړاندیز وشو، او ورته وویل شول چې اذربایجان کې به یوازې د پوځي نقاطو ساتنه یا پیره کوي.
طبعاً چې عبدالله دا وړاندیز په خوشحالۍ ومانه او اذربایجان ته ولاړ. نوموړی وایي:
"هغه وخت جګړه نه وه پیل شوې. موږ یې د سوریې له شماله د هورکېلز په نامه یوه کلي ته بوتلو. هلته د سوریې دولت مخالفو ځواکونو رانه پیسې، تیلیفونونه، کالي او نور ټول سامان واخیست. نه یې غوښتل چې موږ دې اذربایجان کې وپېژندل شو".
خو لږ وروسته عبدالله وتوانېد چې په څه لاره خپل تیلیفون بېرته ترلاسه کړي. نوموړي د تیلیفوني پیغام له لارې بي بي سي ته وویل:
"بیا یې موږ د ترکیې په سویل کې د انتېپ هوایي ډګر ته بوتلو. یو ساعت او څلوېښت دقیقې وروسته الوتکه کې استانبول ته ورسېدلو. بیا د اذري هوایي شرکت لخوا اذربایجان ته ولېږدول شوو. پر پوله یوې پوځي پوستې ته ورسېدو. هېڅ ډول پوځ روزنه یې نه وه راکړې".
دا د ناګورونو-قره باغ سیمه وه، هغه سیمه چې له لسیزو راهیسې پرې شخړه روانه ده. نړیواله ټولنه دا سیمه د اذربایجان برخه بولي، خو د ارمینیایي نژاده وګړو په کنترول کې ده.
اذربایجان او ارمینیا د اتیایمې لسیزې په وروستیو او د نویمې لسیزې په لومړیو کې پر دې سیمه خونړۍ جګړه کړې وه.
په دې جګړه کې دواړو خواو ته لسګونه زره کسان ووژل شول او کابو یو میلیون له خپلو سیمو بېځایه شول.
هغه مهال دواړو هېوادونو اوربند وکړ، خو تر نن ورځې یې د سولې تړون نه دی کړی او وخت نا وخت یې بیا هم پوځي نښتې کړې دي.
نه پوهېدلو چې دوښمن چېرې دی
د سپتمبر پر ۲۷مه نېټه د یکشنبې پر ورځ عبدالله او د سوریې ځینې نور وګړي سیمه کې په خپل کمپ کې وو او هلته یې یوه اوونۍ پوره شوې وه.
دا کسان هلته د جګړې لپاره نه، بلکې د یو څه پیسو یا معاش ترلاسه کولو لپاره تللي وو. خو ناڅاپه دوی ته وویل شول چې باید ژر له سیمې حرکت وکړي. عبدالله بي بي سي ته وویل:
"موږ یې پوځي موټرو ته وخېژولو. د اذربایجان د پوځ یونیفارم مو پر تن و او د هر چا په لاس کې یو کلاشینکوف و".
دا نو هغه مهال و چې د ناګورنو-قره باغ سیمه کې د اذربایجان او ارمینیا پوځونو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې وه. عبدالله زیاته کړه چې:
"موټر ودرېد. موږ حیران شوو چې د جګړې لومړۍ کرښې ته رسېدلي یو. ان په دې هم نه پوهېدو چې دوښمن چېرې دی. بیا بمبار پیل شو. خلکو له وېرې چیغې وهلې او غوښتل یې چې خپلو کورونو ته لاړ شي. موږ ته نږدې د هاوان مرمۍ ولوېده. څلور سوریایي وګړي یې ووژل او درې نور ټپیان شول".
عبدالله وایي، په ورپسې څو ورځو کې یې لږ تر لږه د لسو سوریایي وګړو مړي ولیدل.
د سوریې په شمال کې سرچینو بي بي سي ته وویل، سیمه کې خلک خبر شوي وو چې د کورنۍ غړي یې اذربایجان کې وژل شوي دي.
عبدالله وایي، په جګړه کې شاوخوا اویا تنه نور سوریایي وګړي ټپیان وو، او لازمه طبي درملنه یې نه کېدله.
سیمه کې بهرني جنګیالي
ارمینیا ادعا کوي چې شاوخوا څلور زره سوریایي وګړي سیمې ته د جګړې لپاره استول شوي دي، خو ترکیه دا ادعا ردوي.
د اذربایجان ولسمشر الهام علییف وایي، ترکیه یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي او د ارمینیا پر ضد جګړه کې ورسره شریکه نه ده.
ترکیه او اذربایجان له یو بل سره نږدې سیاسي، توکمي او کلتوري اړیکې لري.
خو دا لومړی ځل نه دی چې د سوریې وګړي د ترکیې له لارې نورو هېوادونو کې د جنګېدو لپاره استول کېږي.
تېره می میاشت کې د ملګرو ملتونو یوه رپوټ کې راغلي وو چې د سوریې له شماله ځینې وګړي د لیبیا په کورنۍ جګړه کې د جنګېدو لپاره دې هېواد ته استول شوي وو.
دا موضوع هله ناندریزه شوه چې په ترابلس ښار کې د سوریایي جنګیالیو ویډیوګانې لاس په لاس شوې، او پر ترکیې تورونه ولګېدل چې د لیبیا کورنۍ جګړې ته لمن وهي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وایي، د سوریې رژیم مخالفې ډلې پر دې خبره یوه خوله نه وې چې اذربایجان ته جنګیالي ولېږي او که نه.
په دوی کې ترک نژاده ډلې دې ته ډېرې لېواله دي چې د ترکیې په غوښتنه جنګیالي ولېږي. خو ځینې نورې ډلې بیا نه غواړي چې د شیعه مذهبه اذربایجان او عیسوي ارمینیا ترمنځ جګړه کې ښکېلې شي.
یاده دې وي چې د سوریې دولت مخالفو ډلو ډېری جنګیالي سني مذهبه دي.
د عبدالله وروستی پیغام
څه موده وروسته له بي بي سي سره د عبدالله لخوا پیغامونه بند شول. موږ فکر کاوه چې ښایي قومندانان یې پرې خبر شوي وي او تیلیفون یې ورنه اخیستی وي.
خو ډېر احتمال شته چې په یاده سیمه کې انټرنټ کمزوری و او اړیکه نه نیول کېده.
عبدالله په خپل وروستي پیغام کې ویلي، هیله لري چې دا هر څه ژر پای ته ورسېږي. نوموړي لیکلي وو:
"د جګړې له پیلېدو وروسته مو دلته خپلو مشرانو ته وویل چې غواړو خپلو کورونو ته لاړ شو. خو هغوی راسره ونه منله. راته یې ګواښ وکړ چې که په لومړۍ کرښه کې ونه جنګېږو نو د اوږدې مودې لپاره به مو زندانیان کړي. موږ په حقیقت کې جلا وطنه یو".