روحاني: د امریکا بدمعاشۍ ته به غاښ ماتوونکی ځواب وایو

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، امریکا پر ایران د بندیزونو بیا لګولو په چاره کې له ناکامۍ سره مخ دی. نوموړي د یکشنبې پر ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې خبرداری ورکړ چې هېواد به یې د امریکا بدمعاشۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوي.

ښاغلی روحاني دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې اروپایي هېوادونو د امریکا لخوا پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو پرېکړه یو اړخیزه او ناقانونه بللې ده.

د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره وایي، امریکا نور د هغه تړون برخه نه ده چې نړیوالې ټولنې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اتومي پروګرام پر سر له تهران سره لاسلیک کړی و.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې دا تړون د نړیوالې ټولنې په زیان تمام شوی، او دی غواړي پر ایران یو ځل بیا بندیزونه ولګوي.

خو بریتانیا، فرانسې او جرمني ویلي، د امریکا حکومت دا ډول کومې کړنې هېڅ واک نه لري.

د دې درې هېوادونو په ګډون چین، روسیه او امریکا د هغه تاریخي تړون برخه وو چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران اتومي پروګرام په تړاو د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ لاسلیک شو.

د امریکا ممکنه پوځي برید په اړه د ایراني مشرانو اندېښنه

بل لور ته نیویارک ټایمز د امریکايي او د امریکا د ملاتړو هېوادونو د چارواکو د خبرو پربنسټ یو رپوټ خپور کړی، چې وايي "د ایران مشر اوس له امریکا سره د هر ډول مخامخېدنې یا غچ اخیستو ډډه کړې او یوازې سایبري بریدونو ډېرولو ته یې اجازه ورکړ ده."

د رپوټ له مخې، ددغې ورځپاڼې څلورو خبریالانو لیکلي، ایران د امریکا او اسراییلو له ممکنه پوځي بریدونو "اندېښمن" دی.

نیویارک ټایمز په دې رپوټ کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، ایران هم تېر کال د امریکا پر ټاکنو د خپل اغېز په تړاو ځینې پروګرامونه پیل کړي، په فارس خلیج کې یې پر بېړیو د برید او په منځني ختیځ کې د تېلو پر زېرمو د برید نقشې جوړې کړې چې په لړ کې یې د ډونلډ ټرمپ د بیا ټاکل کېدو په اړه د امریکا اقتصاد ته زیان ورسېږي.

په دې رپوټ کې ویل شوي، ایران پخپلو محاسبو کې دې پایلې ته رسېدلی چې د کورونا وبا له نړیوال اقتصادي کړکېچ وروسته د تېلو پر زېرمو برید هېڅ اغېز نه لري.

د ایران سپاه قومندان حسین سلامي د شنبې په ورځ خبرو کې ومنله چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدا وروسته ایران له امریکا د "قطعي غچ اخیستو لپاره جدي هوډ" لري.

ښاغلي سلامي په ورته وخت کې امریکا ته د ګواښ په لهجه ویلي، په عراق کې پر عین الاسد پوځي اډه د ایران برید کې هېڅ امریکایی سرتېری "نه دی وژل شوی".

نیویارک ټایمز د جګپوړو امریکايي چارواکو او د امریکا د ټلوالې د مشرانو له خولې ویلي، "د ایران مشران په پټه داسې انګېري چې امریکا او اسراییل د ایران د وروستیو بریدونو تر شا دي".

د نیویارک ټایمز خبریالانو په دې ګډه مقاله کې لیکلي، امریکا په تېرو څو ورځو کې پر ایران خپل فشار ډېر کړی او پر ایران یې د امریکايي دیپلوماتانو د وژلو او د امریکا نومبر ولسمشریزو ټاکنو کې د سایبري بریدونو ته د خرابکارۍ په پروګرامونو جوړولو تورن کړی دی.

د ټکینالوجۍ امریکایي مایکروسافټ شرکت تېره اونۍ خبرداری ورکړی و چې د (فسفوروس) په نامه یوه ډله هکران چې د ایران له حکومت سره په اړیکه کې دي "د امریکايي چارواکو پر اکونټونو د برید ناکامه هڅه کړې ده او کوښښ یې دا و چې د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر ټاکنیزو کارمندانو هم نفوذ ولري".

ایران د مایکروسافټ دا رپوټونه رد کړي دي.