له ټرمپ سره ټاکنیزه سیالي: جو بایډن رسماً د دیموکرات ګوند نوماند اعلان شو

د امریکا متحده ایالتونو د ډیموکراټ ګوند کنوانسیون کې جو بایډن د روان کال ولسمشرۍ ټاکنو ته رسمي نوماند شو.

دوو پخوانیو ډیموکراټ ولسمشرانو- بېل کلېنټن او جیمي کارټر- او جمهوریپال پخواني بهرنیو چارو وزیر کولن پاول د نوموړي ملاتړ وکړ.

ښاغلي کلېنټن وویل، ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ "تر ګډوډۍ رسولې ده."

بېل کلېنټن د ګوند ملي کنوانسیون په دویمه شپه د مدیریت اهمیت په شعار سره پنځه دقیقه يي ریکارډ وینا په نیویارک کې له خپل کور واوروله.

نوموړي په دې وینا کې پر ولسمشر ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل: "ډونلډ ټرمپ وايي، موږ نړۍ کې مخکښ یو، خو موږ د نړۍ داسې یو مهم صنعتي اقتصاد یو چې بېکاري پکې درې برابره شوې ده."

د نوموړي په خبره، "په دغسې حالت کې باید د ولسمشر دفتر د قومندانۍ مرکز وي، خو د دې په ځای د توپان مرکز دی، یوازې ګډوډي وینو."

دې مجازي کنوانسیون کې له نوموړي یوه ورځ مخکې پخوانۍ لومړۍ مېرمن مېشل اوباما او د ښاغلي بایډین پخواني سیال برني سنډرز هم خبرې وکړې.

ټولو ویناوالو پر دې تمرکز درلود چې اوسني حالت کې ډونلډ ټرمپ مناسب ولسمشر نه دی او ښاغلی بایډن په دا مهال د کورنیو او بهرنیو مسلو د حل لپاره ښه غوراوی دی.

سره له دې چې نومبر کې ټاکنو ته لا نږدې درې میاشتې وخت شته، خو نظرپوښتنو کې ښاغلی بایډن تر ولسمشر ټرمپ مخکې دی.

دا دریم ځل دی چې ښاغلی بایډن د ګوند نوماندۍ هڅه کوي، خو په اول ځل په داسې مهال بریالی کېږي، چې فبرورۍ کې یې کمپاین د ګډوډۍ ښکار بلل کېده.

ښاغلی بایډن د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې مرستیال ولسمشر و او د سې شنبې په شپه د ۵۰ ایالتونو د ګوندي استازو په رایه وټاکل شو.