تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د کورونا له امله د مړو شمېر له ۵۰ زرو واوښت
د هند روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له ۵۰ زرو واوښت.
د وروستیو رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په هند کې د کورونا له امله ۵۱ زره او ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هند کې ۲ میلیونه ۶۴۷ زره ۶۶۳ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
نوي زیلنډ کې د ټاکنو ځنډېدل
له بلې خوا نوي زیلنډ کې کورونا وېروس د پارلماني ټاکنو تر سره کول نږدې میاشت وځنډول.
ټاکلې وه پارلماني ټاکنې د سپټمبر په نولسمه تر سره شي خو اوس به د اکټوبر په ۱۷ کیږي.
د نوي زیلنډ لومړۍ وزیره جسیندا اردرن غواړي ګوندونه له تبلیغاتي چانسونو ډېره ګټه واخلي.
د مېرمن اردرن په وینا، د ټاکنو ځنډ به ګوندونو ته وخت ورکړي چې حالاتو ته په کتو خپل تبلیغات پیل کړي.
په تېرو څو ورځو کې د نوي زیلنډ په لوی ښار اوکلند کې د کورونا ویروس له امله د قرنطین محدودیتونه سخت شول
اغلې اردرن وایي، د ټاکنو د ځنډ پرېکړه به ټولو ګوندونو ته دا فرصت ورکړي چې په راتلونکو نهو اونیو کې په خپله ګټه تبلیغات وکړي او د ټاکنو کمېسون به هم د ټاکنو لپار خپل چمتوالی ونیسي
له دې وړاندې اپوزیسون ګوندونو هم د ټاکنو د ځنډ غوښتنه کړې وه.