تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولیسو هغه سړی ژغورلی چې تر کلونو د کور په ګاراج کې ایسار و
نایجریا کې پولیسو هغه سړی ژغورلی، چې درې کاله د خپل پلار د کور په ګاراج کې ایسار ساتل شوی و. ۳۰ کلن احمد امینو په شمالي ښار کانو کې پولیسو د کور له ګاراجه رابهر کړ.
لومړی ځايي اوسېدونکو د احمد په هکله یوې خیریه ټولنې ته ویلي و او وروسته دغې ټولنې پولیسو ته خبر ورکړی. پولیس وايي، د دغه سړي پلار او میره نیول شوي او پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي.
پر خواله رسنیو یوه بوږنونکې ویډیو کې لیدل کېږي چې احمد امینو روغتون ته د لېږدېدو پر مهال په خورا سخته له ځایه پورته کېدای شي.
پر ګونډو یې د سولیدو نښې له ورایه ښکاري او هډونه یې یوازې په پوست کې پټ دي. د بشري حقونو شبکې نومې خیریه ټولنې مشر هارونا ایاګي بي بي سي ته وویل:
''امینو مو په خورا ناوړه حالت کې وموند. هېڅ خواړه یې نه درلودل او رفع حاجت یې هم په همدې ځای کې و، داسې ښکارید، چې یوه نا یوه ګړۍ به یې ژوند پای ته ورسېږي. ''
پولیس وايي، میرې او پلار یې احمد امینو له دې کبله ایسار کړی و، چې ګواکې نشه یې کوله، نه یې مناسب خواړه ورکول او نه یې هم روغتیا ته مناسبه پاملرنه کوله.
ځینې رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې نوموړی له ۷ کلونو راهیسې ایسار ساتل شوی و. دا په نایجریا کې روانه اونۍ دویمه ورته پېښه ده، چې د والدینو له کوره یو ایسار ساتل شوی کس ژغورل کېږي.
له دې مخکې پر چارشنبه پولیسو په کیبي ایالت کې يو لس کلن ماشوم د پلارګنۍ د څارویو له هغې غوجلې وژغوره چې تر دوو کلونو پورې پکې ایسار ساتل شوی و.
ابوجا کې د بي بي سي خبریال اندوکا اورجینمو وايي، په شمالي نایجریا کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر دی، خو د درملنې لپاره یې حکومتي اسانتیاوې خورا لږ دي، چې له کبله یې بیا ځینې خلک د نشه يي اولادونو لپاره په خپل سر او خپل انداز اقدام کوي.
ځینې دغسې ماشومان مذهبي مرکزونو ته لېږل کېږي، خو پولیسو پر یو شمېر دغسې مرکزونو چاپې وهلې او وايي، دغه مرکزونه د 'تشدد او ځورونې مرکزونه ' دي.
په کانو ایالت کې ۲۰۱۸ کال کې د بي بي سي یوه څېړنیز رپوټ کې معلومه شوه، چې یو شمېر رواني ناروغان په ځنځیرونو تړل شوي وو.