تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا چین ته د کونسلګرۍ تړلو امر کړی
امریکا متحدو ایالتونو چین ته ویلي چې د ټکساس په هوسټن ښار کې خپله کونسلګري وتړي او چین دا اقدام 'یوه سیاسي پاروونه ' بللې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا وايي، دا پرېکړه د چین له لوري د علمي معلوماتو غلا ته په کتو سره شوې.
بل لور ته په بیجینګ کې د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وايي، دا 'پاروونکی او بې بنسټه 'اقدام دی.
دغه څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي چې ناپېژاند کسان د چین کونسلګرۍ په ودانۍ کې داسې حال کې ولیدل شول چې د کچرې ډبو کې یې کاغذونه سوځول.
له څه مودې راهیسې د چین او امریکا تر منځ اړیکي خړ پړ شوي او ترینګلتیا ډېره شوې.
ډونلډ ټرمپ حکومت د سوداګرۍ، کورونا وېروس او دغه راز په هانګ کانګ کې د نویو امنیتي قوانینو تطبیق موضوعاتو پر سر څو ځله له بیجینګ سره په ناندریو کې ښکېل شوی.
پرون سې شنبه بیا د امریکا عدلیې پر چین تور پورې کړ چې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین لپاره پر څېړونکو مرکزونو د انټرنېټي بریدګرو مالي مرسته کوي.
دوه چینایان چې ادعا کېږي د امریکا له څېړنیزو مرکزونو یې د غلا هڅه کوله رسماً تورن شول.
ښاغلي پومپیو ویلي، دوی ځکه کونسلګري تړي چې په وینا یې د چین کمونیست ګوند ''نه یوازې د امریکا علمي ملکیت غلا کوي، بلکې... اروپايي علمي پانګه هم غلا کوي... چې سلګونه زره دندې ورپورې تړلې دي.)) نوموړي زیاته کړه ''موږ تمه درلوده چې د چین کمونیست ګوند به څنګه رویه کوي او کله چې دوی داسې و نه کړل، موږ د امریکایانو خوندیتوب لپاره، د خپل ملي امنیت او د خپل اقتصاد او دندو خوندیتوب لپاره اقدامات کوو. ''
تړل شوې کونسلګري په د امریکا په واشنګټن کې له چینايي سفارته پرته له پنځو کونسلګریو یوه ده او تر اوسه معلومه نه ده چې ولې همدا د هوسټن کونسلګرۍ ته د تړل کېدو امر شوی.
چین بیا دغه اقدام 'بې ساری تشدید ' او له نړیوال قانونه سرغړونه بللې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، واشنګټن 'بې دلیله او د بدنامولو ' په وسیله پر چین تورونه پورې کوي.
نوموړي له واشنګټنه وغوښتل چې له سره غور وکړي او په وینا یې (که نه چین به سخت ځوابي اقدامات وکړي. ''