تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: ترکیې له افغانستان او ایران سره پر الوتنو بندیز ولګاوه
دافغانستان هوایي چلن ادارې چارواکي وایي، د ترکیې حکومت په افغانستان کې د کورونا وېروس روان وضعیت له کبله دې هېواد سره هوایي تګ راتګ بند کړی دی. د یادې ادارې ویاند نعیم صالحي بي بي سي ته وویل، له استانبول وروستۍ الوتنه د یکشنبې پر سهار کابل ته ورسېده، خو له دې وروسته به پر دوه اړخیزو الوتنو بندیز وي.
په ایران کې هم لږ تر لږه دوه هوایي شرکتونو تائید کړې ده چې له ترکیې سره یې پر هوایي تګ راتګ بندیز پیل شوی دی.
پنځه ورځې وړانډې د ترکیې هوایي شرکت (ترکش ایرلاینز) په کورونا وېروس د یو شمېر افغان مساپرو له اخته کېدو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
خو اوس د ترکیې حکومت اعلان کړی چې دا بندیز به له دواړو خواو وي او نور شرکتونه هم ترکیې ته د الوتنو اجازه نلري.
ترکش ایرلاینز د کورونا وېروس له کبله تر درې میاشتني ځنډ وروسته د تېرې جون میاشتې په وروستیو کې افغانستان سره هوایي تګ راتګ پیل کړی و.
د افغانستان د هوایي چلن اداره وایي، له ترکیې سره به د دې بندیز پر لاملونو خبرې کوي او ګوري به چې څه حل لاره موندلی شي.
کورونا وېروس: د نړۍ په کچه د مړینو شمېر تر ۶ لکو واوښت
په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې، په لومړي ځل په ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه د دغې ناروغۍ پېښې تر دوه نیم لکو اوښتې دي، په نړیواله کچه له دې ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر ۶۰۰٫۰۰۰ کسانو ته رسېدلی، چې کابو څلورمه برخه یې یوازې په امریکا کې دي.
وړاندې، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، په یوه شپه او ورځ کې په کمسارې توګه د کورونا وېروس کابو ۲۶۰ زره پېښې ثبت شوې، چې تر ټولو ډېرې په امریکا، برازیل، هند او سوېلي افریقا کې دي.
په یوه ورځ کې د مړینې کچه ۷۳۶۰ کسانو ته ختلې ده، چې دا د تېرې مې میاشتې له ۱۰ نېټې تر اوسه تر ټولو لوړه شمېره ده.
په جولای میاشت کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې ورځنۍ کچه ۴۸۰۰ وه او په تېره جون میاشت کې دا شمېره شاوخوا ۴۶۰۰ وه.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د تېرې جمعې پر ورځ په ګرده نړۍ کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ میلیونو اوښتی و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې کابو ۶۰۰ زره کسان وژلي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له تازه پېښو ۷۱۴۸۴ یې امریکا، ۳۴۸۸۴ برازیل او ۱۳۳۷۳ سوېلي افریقا کې دي.
په تېره جمعه هند درېیم هغه هېواد و چې تر امریکا او برازیل وروسته پکې تر یو میلیون ډېر کسان په کورونا وېروس اخته شوي وو.
پوهان وايي، اټکل دی چې څو میاشتې وروسته به هند کې د کورونا وبا پېښې زښتې ډېرې شي.
په تېره پنجشنبه برازیل کې مثبتې پېښې تر دوو میلیونو اوښتې وې او په څه کمه یوه میاشت کې هره ورځ هلته ۴۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي.
د شمال ختیځې اسپانیا کاتالونیا سیمه کې هم د کورونا وېروس مثبتې پېښې ډېرې شوې او پر خلکو تازه محدودیتونه لګول شوي دي.
د دغه هېواد د روغتیا وزارت ویلي، په دې سیمه کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۲۲۶ کسان په کورونا وېروس اخته شوي.
تېره ورځ د بارسلونا ښار له ۴ میلیون اوسېدونکو وغوښتل شول چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پخپلو کورونو کې پاتې شي او له ډېرې شدیدې اړتیا پرته ونه وځي.
په دې ښار کې سینما، تیاتر او شپني کلبونه هم تړل شوي او په مراسمو کې تر لسو ډېر کسان نه شي راغونډېدلی.