تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اېشوریا رای بچن او لور یې هم په کورونا وېروس اخته شوې
د هند چارواکي وايي د بالیووډ وتلې ممثله اېشوریا رای بچن او د هغې لور ارادیا هم په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي. پرون د بالیووډ سینما د وتلي ستوري امیتاب بچن چې د اېشوریا رای خسر هم دی او د هغې خاوند ابیشک بچن هم پر کورونا وېروس د اخته کېدو اعلان کړی و.
چارواکي وایي چې د امیتاب بچن د مېرمنې جیا بچن معاینه هم شوې ده او پایله یې منفي راختلې ده.
له دې سره د ښاغلي بچن د کورنۍ څلور غړي اوس په کورونا وېروس اخته دي، خو ویل کېږي چې د ټولو وضعیت ښه دی.
هند کې د رسمي شمېرو له مخې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ شاوخوا ۸۲۰ زره پېښې ثبت شوي چې له امله څه باندې ۲۲ زره تنه مړه شوي دي
امیتاب بچن پرون شنبه ماسخوتن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو:
"زما د کووېډ-۱۹ معاینه مثبته راختلې. روغتون چارواکو ته خبر ورکوي. کورنۍ او کارکوونکو مې هم ځانونه معاینه کړي. پایلو ته په تمه دي. له ټولو هغو کسانو چې په تېرو لسو ورځو کې ما ته نږدې راغلي هیله کېږي چې ځانونه معاینه کړي ".
د ښاغلي بچن له دې اعلان لږ وروسته د نوموړي زوی ابیشېک بچن هم پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان وکړ چې دی هم په کورونا وېروس اخته شوی دی.
ابیشېک لیکلي چې دی او پلار یې علایم لري، خو جدي نه دي. نوموړي پر خپلو مینوالو غږ کړی چې وارخطا کېږي دې نه.
هندۍ رسنۍ وایي چې امیتاب بچن او زوی یې د ممبی ښار ناناوتي روغتون کې بستري شوي دي او د ډاکټرانو تر څارنې لاندې دي.
۷۷ کلن امیتاب بچن په شاوخوا دوه سوه فلمونو کې کار کړی دی او د بالیووډ سینما یو تر ټولو پیاوړی او پېژندل شوی ستوری بلل کېږي.
افغانان امیتاب بچن د هغه د نورو ګڼو مشهورو فلمونو ترڅنګ د (خدا ګواه) په نامه فلم له کبله هم پېژني، کوم کې چې نوموړي د یوه پښتانه رول ترسره کړی چې له کابله هند ته ځي.
د بالیوډ سینما ګڼو ستورو، سپورتي لوبغاړو، هندي سیاستوالو او د نړۍ ګڼو برخو کې د ښاغلي بچن د هنر مینه والو پر خواله رسنیو د نوموړي په ناروغۍ خپګان ښودلی او هغه او کورنۍ ته یې د روغتیا دعاوې کړې دي.