تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روس، چین، ایران او ترکیه له امریکا څنګه پخوانی غچ اخلي؟
د امریکا په ډېری ښارونو کې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې مظاهرې پیل شوې چې ځینې ښارونو کې په تاوتریخوالي اوښتې، پولیس اوښلن ګاز کاروي او لاریونوال هم پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کوي او ځینې ښارونو کې د لوټ تالان پېښې هم شوې دي.
دا مظاهرې نورې نړۍ ته هم خورې شوې او له امله یې ډېرو هېوادونو کې د کورونا وېروس خبري سرټکي لاندې کړل او اوس د دې مسلې اړوند خبرونه سرټکي شول.
دې پېښې هغو هېوادونو ته هم ښه چانس په لاس ور کړ چې امریکا یې خپلو هېوادونو کې د وګړو د ولسواکو حقونو په خلاف ورزۍ تورنوي.
اوس دوی له امریکا سره هغه څه کوي چې پخوا واشنګټن د دوی سره کول. په دې هېوادونو کې روس، چین، ایران او ترکیه دي
چین
چین کې دولتي ورځپاڼه ګلوبل ټایمز امریکا کې مظاهرو ته د حکومت غبرګون هانکانګ کې د چین له غبرګون سره پرتله کوي او وايي هانکانګ کې یو کال ګډوډي وه، خو پوځ ونه لېږل شو، مګر مینیاسوټا کې له درې ورځې ګډوډۍ وروسته ولسمشر ټرمپ د پوځ لېږلو او د وسلې کارولو ګواښ وکړ:
"امریکا هانکانګ او نوره نړۍ کې د مظاهره چیانو مورال لوړوي، خو اوس خپل کرلي رېبي".
امریکا په هانکانګ کې د مظاهره چیانو سره د چلن له امله پر چین نیوکه کوي. دا مظاهرې له ۲۰۱۴ کال راهیسې پیل شوې.
تېره میاشت چې بېجینګ دغه ایالت کې د نوي امنیتي قانون مسوده وړاندې کړه، نو لا ډېرې مظاهرې وشوې.
چین دا لاریونونه "فساد" بولي، خو امریکا یې ملاتړ کوي او له بېجینګ غواړي چې د دې خلکو د حقونو خیال وساتي اوغږ یې واوري.
چین کې پر ټوېټر بندیز دی، خو دې ته ورته خواله رسنۍ ویبو کې خلک د امریکا پر مظاهرو تبصرې کوي چې د حکومت واک کې دی.
یوه کس سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له پنا اخیستو وروسته وېبو کې لیکلي: "د امریکا د خلکو په رایه ولسمشر شوی، خو اوس له خلکو ډارېږي".
دا پیغام ۸۵ زره کسانو خوښ کړی دی او یوه کارن لیکلي، هانکانګ کې حالات اوس امریکا کې هم ښکاره شول.
ایران
ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته د واشنګټن او تهران اړیکي خراب دي او امریکا پر ایران سخت بندیزونه لګولي دي.
د جورج فلویډ له وژنې وروسته مظاهرو ته په پام د ایران فارس خبري اژانس یوه مضمون کې پر امریکا ټینګار کړی چې پر نړیوالو قوانینو ودرېږي او د تورپوستو خوندیتوب باوري کړي.
دې لیکنه کې راغلي: "امریکا نورو هېوادونو کې د انساني حقونو پر سرغړونو نیوکې کوي، خو خپل هېواد او منځني ختیځ کې د خپلو ملګرو په لاس د انساني حقونو پرلپسې پښو لاندې کول نه مني".
د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هغه ټوېټ هم پراخ خپور کړی چې پکې یې امریکا کې له تورپوستو سره چلن پر ایران لګېدلیو بندیزونو سره پرتله کړی دی.
خو د ایران مشهد کې د جورج فلویډ په یاد ناسته باندې هم ټوېټر کې بحث شوی او یوه کارن لیکلي:
"تاسو د فلویډ په یاد شمې بلوئ، خو کله چې ځینې کسانو د اوکراین د الوتکې پېښه کې د مړو کسانو په یاد شمې بلې کړې، نو ایراني چارواکو ونیول".
ځینې کارنو د تېر نومبر مظاهرو ته د ایران غبرګون د امریکا اوسنیو مظاهرو ته د واشنګټن له چلن سره ورته بللی دی.
د بښنې نړیواله اداره وايي، تېر نومبر ایران کې پولیسو تر درې سوو لاریونوال ووژل.
روس
روسۍ رسنۍ هم امریکا په منافقت تورنوي او یو خبریال دیمیتري کزیلفو وايي، که دا هرڅه روسیه کې وی، نو امریکا او څو نورو هېوادونو به پر مسکو د "نویو بندیزونو" د لګولو غوښتنه کړې وه.
کله چې مسکو د اوکراین ټاپووزمه کریمیا له خپلې خاورې سره یو ځای کړه، نو امریکا پر ځینې روسي چارواکو او اقتصادي چارو بندیزونه ولګول.
نوموړی زیاتوي واشنګټن ټولې نړۍ ته د دې ویلو هڅه کوي چې څنګه ژوند وکړي، خو خپله خاوره کې یې "د تشدد او بربریت" منظرې لیدل کېږي.
نوموړي دا هم وویل، امریکا له کورونا وېروس د خپلو وګړو په خوندیتوب کې هم پاتې راغله او له بل هر هېواد امریکا کې ډېر کسان له کووېډ-۱۹ مړه شول.
یوه تلوېزوني پروګرام کې د چین او امریکا د حالاتو پرتلنې سره یې زیاته کړه: "دواړه هېوادونه د مظاهره چیانو پرضد سخت عمل کوي او پر خواله رسنیو بندیزونه لګوي".
د روسیې چینل ون رشیا په نوم تلوېزون هم د یوه ماښام خبري سرټکو کې وویل، امریکا د مظاهره چیانو د تیت پرکولو لپاره داسې "ډنډې" وکارولې چې ترکیې او مصر د لاریونوالو لپاره کارولې وې او واشنګټن تېر کې دا ډول ډنډې "جرم" باله.
ترکیه
د ترکیې یوې حکومت پلوه ورځپاڼې"یاني سفک" خپل اول مخ کې د امریکا لاریونونه "ایفرو امریکن سپرېنګ" یا د تورپوستو امریکایانو پسرلی بولي.
یوې بلې ورځپاڼې په غټو تورو لیکلي: زه سا نشم اخیستلی، بغاوت خپروي.
ترک رسنیو د ولسمشر رجب طیب اردوغان دا ټوېټ هم خپور کړی چې پکې یې د جورج فلویډ په مرګ خپګان ښودلی او ویلي یې دي: "دا مرګ د توکمپالنې او فاشېزم په ډول وشو".
ترکیه کې د خواله رسینو ځینې کارنو خپل هېواد او امریکا کې مظاهره چیانو ته د پولیسو غبرګون سره پرتللی او یوه کارن لیکلي: "امریکا د خپلو ګناهونو سزا ویني".
ترکیه کې پر ۲۰۱۳ کال غازي پارک کې د ودانۍ پلان ته په غبرګون کې مظاهرې وشوې او واشنګټن د دې لاریونوالو پرضد د ځواک کارولو باندې اندېښنه وښوده او له انقرې یې وغوښتل چې د خلکو د مظاهرې حق ومني.
له بلې خوا د ترکیې پر حکومت ملاتړو کارنو باندې هم نیوکې شوې او یوه کس د ولسمشر اردوغان په یادولو سره لیکلي: "تاسو د هغه هېواد ولسمشر یاست چې یو ماشوم د اوښلن ګاز په مرمۍ سر ته ولګېد او مړ شو".
پر ۲۰۱۳ کال یو ۱۳ کلن ماشوم برکن ایلون پر مظاهره چیانو د اوښلن ګاز د مرمۍ له امله مړ شوی و.
ځینې ټوېټر کارنو ترکیه په دوه مخي سیاست تورنه کړې او یوه لیکلي، امریکا کې د توکمپالنې خلاف غږ پورته کوي، خو خپل هېواد کې له کورودانو سره پر چلن چوپ دي.