روغتیا نړیوال سازمان عامه ځایونو کې د ماسک کارولو سپارښتنه وکړه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په عامه ځایونو کې د کورونا وېروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره باید ماسک وکارول شي. دې سازمان ویلي، نوي معلومات ښيې چې ماسک د ځواکمنو عفوني څاڅکو مخنیوی کوي. وړاندې دې سازمان استدلال کړی و چې کافي اسناد نشته چې وښيې روغ کسان دې ماسک وکاروي.

د دې سازمان غړې ډاکټرې ماریا وان کرکوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي، خلکو ته یې سپارښتنه دا ده چې په هغو سیمو کې چې د کورونا د وبا خطر ډېر دی، کاغذي ماسک 'غیر طبي ماسک' وکاروئ.

دې سامان همداراز ویلي هغه څوک چې د کوویډ-۱۹ په ناروغۍ اخته وي او هغه څوک چې دې ناروغانو پالنه کوي هم باید ماسک واغوندي.

په اوس وخت کې یو شمېر هېوادونو په عامه ځایونو کې د ماسک کارول جبري کړي او یو شمېر نور بیا د ګڼې ګوڼې ځایونو کې د ماسک کارولو سپارښتنه کوي.

دا سپارښتنه په داسې حال کې کېږي چې په ټوله نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر شپږ میلیونه او څه باندې ۷ سوه زرو تنو ته ورسېد او تر اوسه نږدې ۴۰۰ زره تنه یې مړه کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې څه دي؟

دا سازمان وايي، نوې لارښوونې یې د وروستیو اونیو د څېړنو پر بنسټ دي. ډاکټرې ماریا وان کرکوف ویلي: "دولت ته مو سپارښتنه داده چې خلک باید په عامه ځایونو کې ماسک اغوستو ته وهڅوي."

په ورته وخت کې دې سازمان یادونه کړې چې ماسک د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د لېږد د کمولو کې مرسته کوي، خو ماسک اغوستل باید خلکو ته دا احساس پیدا نکړي چې ګواکې دوی به نه ناروغېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په کومو ځایونو کې چې واټن نه وي مراعات شوی، لکه په عامه ټرانسپورټ یا پلورنځیو کې، هلته د ماسک اغوستل ګټور ثابتېدای شي.

دا سازمان هغو خلکو ته چې عمرونه یې له ۶۰ کالو لوړ او روغتیايي ستونزې ولري سپارښتنه کوي چې په عمومي ځایونو کې دې ماسکونو وکاروي.