تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډیجیټلي پیسې: هکرانو په کمپیوټري وېروس زما لاس وسوځاوه
- Author, جوي ټیډي
- دنده, د سایبري امنیت اړوند خبریال
عبدالرحمن بدر د ډیجیټلي پیسو له کبله تر ټپي کېدو وروسته له کوچنیو ټپونو ځورېږي. پر نوموړي یوه هکر په ناقانونه توګه د کمپیوټر له لارې برید وکړ، چې بیټکاین او نورې ډیجیټلي پیسې راغونډې کړي.
له هرې خوا پر عبدالرحمن بریدونه وشول، خو هغه ارام پاتې و.
د عبدالرحمن نظر پر وژونکې ماشې و، چې ډز به کوي، خو د هغه د کمپیوټر ښیښه توره شوه.
د عبدالرحمن کمپیوټر له خبر ورکولو پرته ګل شو.
عبدالرحمن هک پک شو. هغه لوبه چې ده کوله مخکې یې له امله له هېڅ کمپیوټري ستونزې سره نه و مخامخ شوی.
هغه خپل پرانیستي کمپیوټر ته وکتل، پر یوه پرزه یې لاس کېښود، ناڅاپه یې لاس ترې لیرې کړ. ګرافیک کارډ یې ډېر ګرم شوی و او د ده ګوتې یې وسوځولې.
دغه ۱۸ کلن لوبغاړی تر هغه وخت هېڅ نه پوهېده، خو وروسته پوه شو چې د نړۍ په کومه بله برخه کې یوه هکر د ده کمپیوټر په وېروس ککړ کړی و.
د عبدالرحمن ډیجیټلي پیسې غلا شوې. شفري برید یوه ناقانونه کړنه ده چې په ناقانونه توګه د یوچا له کمپیوټر ګټه اخیستل کېږي چې بیټکاین او نورې ډیجیټلي پیسې پرې راغونډې کړي.
ډیجیټلي پیسې د ډیجیټلي سکې هغه بڼه ده چې میلیونونه خلک ګټه ترې اخلي. که څه هم د کاروونکو دقیق شمېر یې نه دی مالوم، خو د اټکل له مخې په ګرده نړۍ کې تر ۴۷ میلیون ډېر کسان له ډیجیټلي پیسو ګټه اخلي.
د شفر ورکولو یوه برید کې هکران قرباني کېدونکي کسان د مضر فایل په ډاونلوډولو تېر باسي او د هغوی پر کمپیوټرونو برید کوي.
کله چې هکران د یو چا پر کمپیوټر برید کوي، انټرنېټي مجرمان د دغو پیسو ګټلو لپاره خپل ځانګړي کمپیوټرونه کاروي. یا دوی په انلاین مارکېټونو کې ترلاسه کړې ډیجیټلي پیسې لګولی شي او بیا یې له انټرنېټ پرته حالت کې د ثابتو سکو په توګه کاروي.
د ډیجیټلي پیسو بریدونه د قرباني کېدونکي کس برېښنايي بېل ډېروي، نه یوازې یې په وېروس ککړ شوی کمپیوټر ورو کوي، بلکې احتمالاً د کمپیوټر خرابې شوې پرزې یې هم بیا نه رغېږي.
هرڅومره چې کمپیوټر قوي وي، هومره ډیجیټلي پیسې ترې رایستل کېدای شي. تېره اونۍ، په اروپا کې لږترلږه لسګونه سوپر کمپیوټرونه باید وروسته تر هغه ګل شوي وای، چې هکرانو پرې د ډیجیټلي پیسو ترلاسه کولو په موخه برید وکړ.
عبدالرحمن وايي، کمپیوټر یې متوسطو لوبو لپاره جوړ شوی او هېڅ فکر یې نه کاوه چې هکران به یې سیستم ته ورننوځي. دی فکر کوي چې په بې پامۍ یې وېروس ډاونلوډ کړی او فکر کوي ښايي دا کار یې د لاس سوځېدو له پېښې درې اونۍ مخکې کړی وي، کله یې چې ولیدل کمپیوټر یې ناشنا نخرې کوي.
دی وايي: "کله مې چې کمپیوټر په (سلیپ) نیمه ګل حالت کې پرېږدم، سکرین یې تښه ښکاري، خو لا یې هم غږ راوځي او کله چې راستون شم، یوازې د لوی مېز پر سر یې بېرته پرانیزم، پرته له دې چې معمول پاسورډ ورکړم. زما کمپیوټر هېڅکله سلیپ حالت ته نه ستنېده."
"وېرېدلی"
دا پخپل ذات کې د یوه بریتانیايي محصل لپاره، چې هغه وخت په ازموینو او درسونو بوخت و، د اندېښنې وړ خبره نه وه، ان چې لاس یې هم وسوځېد، نه داسې نه انګېرله، چې ګنې د هکرانو قرباني شوی.
دا رښتیا هم یوه داسې تېروتنه وه چې دی یې کشفولو ته وهڅاوه.
"په یوه پروګرام کې مې لوبې کولې چې د کمپیوټر فعالیت څاري او هرڅه عادي ښکارېدل، خو ناڅاپه مې هرڅه په شپه کې پرېښودل."
"کله مې چې بېرته وکوت، ومې لید چې کمپیوټر مې یوې داسې ناشنا وېبپاڼې ته معلومات استوي، چې ما یې هېڅکله په اړه نه وو اورېدلي. "
"ټکان مې وخوړ او انډېښمن شوم ځکه چې د خپل کمپیوټر ساتل مې لومړیتوب و، ولې مې یوڅوک له اجازې پرته کمپیوټر کاروي او له لارې یې پیسې ترلاسه کوي."
د کمپیوټري خوندیتوب کارپوهان وايي، کمپیوټر کارن باید هوښیار وي او پخپلو کمپیوټرونو کې راغلي بدلونون وڅاري، لکه د کمپیوټر د کار ورو کېدل یا د تنظیماتو بدلېدل. دا هم ښه نظر دی چې یو امنیتي سافټوېیر انسټال کړئ او په منظم ډول د وېروس موندلو پروګرام وچلوئ.