۱۱ وژنې چې د امریکا پولیسو ظلمونو خلاف یې احتجاجونه راوپارول

په امریکا کې د یوه تور پوټکي سړي وژنې چې پولیسو نیولی و او ویل کېږي، پولیس افسر یې پر غاړه ګونډه ورایښې وه، له لږکیو سره د پولیسو ناوړه چلند پر ضد بیا احتجاونه پارولي دي. ۴۶ کلن جارج فلوایډ چې یوه رستوران کې یې د ساتونکي دنده درلوده، د مې پر ۲۵ پولیسو د جعل یوې مشکوکې پېښې پر مهال نیولی و.

د یوه عیني شاهد لخوا ثبت شوې ویډیو کې لیدل کېږي، چې سپین پوټکي پولیسودغه سړی لاندې کړی او هغه چیغې وهي، چې ساه نه شي اخیستی.

په ورته مهال د نیویارک ښار یوه بله ویډیو کې یوه سپین پوټکې ښځه د خپل ناتړلي سپي پر سر له شخړې وروسته په یوه تور پوټکي سړي پسې پولیس راولي.

د فلوایډ له مړینې سره د پولیسو له لاسه د وژل شویو بوږنونکی شمېر رابرسېره شوی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې شمېرې ښيي چې امریکا پولیسو د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې ۱۰۱۴ کسان وژلي دي. څېړنه ښيي چې وژل شویو کې پاموړ شمېر د تور پوټکو امریکایانو وو. د پولیسو تاوتریخوالې یوې څارونکې خیریه ادارې په وینا د پولیسو له لاسه د سپین پوټکیو پرتله درې برابره ډېر تورپوټکي وژل شوي دي.دې پېښو احتجاجونه هم راپارولي چې دلته یې د یو شمېر هغو یادونه کېږي.

ټرایوون مارټن ۲۶ فبروري ۲۰۱۲

دغه ۱۷ کلن زلمی په فلوریډا کې د خپلوانو کره روان و، چې زیمرمان نومي څوکیدار وواژه. ۲۰۱۳ کال کې یوې محکمې زیمرمان بې ګناه وباله او دا دلیل یې ومانه چې مارټن یې له ځانه د دفاع په خاطر وژلی، خو د نوموړي کورنۍ تل ټینګار کوي چې دا عمدي وژنه وه. د مارټن له وژل کېدو وروسته پر خواله رسنیو د (بلک لایف میټرز) تر عنوان لاندې پر خواله رسنیو احتجاجي کمپاین پیل شو.

اریک ګارنر ۱۷ جولای ۲۰۱۴

اریک ګارنر د پرانیستو سګرېټو پلور په یوه مشکوکه قضیه کې ووژل شو. په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې سپین پوټکي پولیس یې تر غاړې مړوند تاو کړی او اریک چیغې وهي چې ساه نه شي کښلای. وروسته یوې محکمې د وژونکي افسر ډانیل پنتالیو له محکمولو ډډه وکړه او د امریکا په ښارونو کې احتجاجونه وشول. نیویارک پولیسو له دې پېښې پنځه کاله وروسته نوموړی له دندې ګوښه کړ.

میکایل براون ۹ اګست ۲۰۱۴

له یوه سپین پوټکي پولیس افسر سره له شخړې وروسته د ۱۴ کلن میکایل براون وژنې د بلک لایف میټرز کمپاین لا زورور کړ او نړیوالې کچې ته ورسېد. د میسوري په فیرګوسن ښارګوټي کې له دې پېښې وروسته له تاوتریخوالي ډک احتجاجونه وشول چې یو کس پکې ووژل شو، ګڼ نور ټپیان او سلګونه کسان ونیول شول. په نومبر کې له هغه وروسته نور احتجاج وشو چې محکمې د پېښې مسوول ډارین ویلسن پرېښود. نوموړي له پولیسو استعفا وکړه.

والټر سکاټ ۴ اپریل ۲۰۱۵

په سویلي کارولینا کې ۵۰ کلن والټر سکاټ له پولیسو تښتېده چې افسر میکایل سلاګر درې ډزه له شا وویشت. والټر پولیسو د ګاډي بریک اشارې ماتیدو له کبله درولی و. د ماشوم پالنې پیسو ځنډ له کبله د نوموړي د نیولو امر شوی و. پولیس افسر سلاګر په ۲۰۱۷ کال کې په ۲۰ کلن زندان محکوم شوی و، چې د سکاټ کورنۍ له چارواکو د شپږ اعشاریه پنځه میلیونو ډالرو جوړجاړی وګاټه.

فریډي ګرای ۱۲ اپریل ۲۰۱۵

د میریلنډ په بالټیمور کې د والټر سکاټ وژل کېدو له پېښې نژدې یوه اونۍ وروسته یوه بله پېښه وشوه. ۲۵ کلن ګرای پولیسو د ناقانونه چاکو په تور نیولی و او ګاډي ته د کشولو پر مهال یې چیغې اوریدل کېدې. نوموړي یوه اونۍ وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه او احتجاجونه راوپاریدل. په محکمه کې د پېښط له شپږو مسوولو افسرانو درې محاکمه شول، خو هغه هم بې ګناه وبلل شول.

سانډرا بلانډ ۱۳ جولای ۲۰۱۵

۲۸ کلنه بلانډ پولیسو د یوې کوچنۍ ترافیکي مخالفې پر مهال پولیسو درولې وه. هغې د سرتېري بریان انشینیا پر وړاندې سګریټ لګولی و او له لېرې کولو یې انکار کاوه. بلانډ له نیول کېدو درې ورځې وروسته په توقیف کې ځان وواژه. له دې پېښې وروسته د پولیسو له لاسه د وژل شویو تور پوټکیو ښځو په هکله انلاین کمپاین زور واخیست. له هغې سره د اړوند پېښې په تړاو ایچ بي او شبکې یو مستند هم چمتو کړ.

فیلاندو کاسټیل ۶ جولای ۲۰۱۶

کاسټل په مینیسوټا ایالت کې پولیس افسر جیرونیمو یانیز وواژه. د نوموړي ملګرې په ژوندۍ بڼه دغه پېښه خپره کړه. که څه هم پولیس افسر د دویمې درجې وژنې په تور محکوم شو، خو کال لا نه و بشپړ شوی چې یوې بلې محکمې بې ګنا وباله.

بوتم جین ۶ سپتمر ۲۰۱۸

۲۶ کلن جین په خپل اپارتمان کې پولی افسرې امبر ګویګر وواژه چې د پېښې پر مهال په رسمي دنده هم بوخت نه و. وروسته پولیس افسرې وویل، د جین کور ته په تېروتنه ننوتې وه او فکر یې کړی و، چې خپل کور یې دی، چې غل ورته راغلی. یو کال وروسته دغه افسره په ۱۰ کلن زندان محکومه شوه.

اتاتیانا جیفرسن ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۹

۲۸ کلنه جیفرسن د ډالاس په خپل کور کې پولیس افسر ارون ډیان ووژله. پولیس افسر ته د هغې د ګاونډیانو له لوري شکایت شوی و، چې د جیفرسن د خوب خونې دروازه پرانیستې پاتې ده او نوموړي له کړکۍ پرې ډزې کړې وې. پولیس افسر په وژنه تورن شو، خو تر اوسه نه دی محاکمه شوی.

بریونا ټایلور ۱۳ مارچ ۲۰۲۰

۲۶ کلنه بریونا ایمرجنسي طبي تخنیکګره وه، چې په کنټاکي ایالت کې یې پولیس کور ته ورغلل او اته مرمۍ یې وویشته. دوی د مخدره توکو تالاشۍ لپاره د هغې کور ته ورغلي و، خو هیڅ داسې مواد یې و نه موندل. د نوموړې کورنۍ وايي، پولیس په یوه بل کس پسې د هغې کور ته ورغلي وو، چې له مخکې په توقیف کې و او په دې بلاک کې هم نه اوسېد. خو پولیس وايي، پر دوی ډزې وشوې او د یوه همکار له ټپي کېدو وروسته یې متقابلې ډزې وکړې.