تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا؛ د اتریش ولسمشر د ګرځبندیز ماتولو له امله بښنه وغوښته
د اتریش ولسمشر الیکساندر ون در بېلن د کورونا وېروس اړوند ګرځبندیز له ماتولو وروسته بښنه وغوښته. نوموړی پلازمېنه ویانا کې له هغه وروسته هم رستورانت کې پاتې شو چې د قرنطین نویو اصولو له مخې باید تړل شوی وای.
۷۶ کلن ون در بېلن وايي،کله چې د ښار مرکز کې په یوه ایټالوي رستورانت کې له ملګرو سره په خبرو و، نو وخت ته یې پام نه شو. ولسمشر بېلن ویلي، "د زړه له تله بښنه غواړم، دا یوه تېروتنه وه".
نوموړي پر ټوېټر لیکلي: "د ګرځبندیز لګېدو را هیسې اول ځل له خپلې مېرمنې او دوو ملګرو سره بهر وتلی وم، خو په خبرو خبرو کې مو وخت له یاده ووت".
ځايي رسنۍ وايي، پولیسو یکشنبه د نیمې شپې پیلېدو پسې لږ وروسته ولسمشر له رستورانت بهر ودراوه.
د حکومت د وروستیو مقرراتو له مخې، رستورانونه او چایخونې- چې تېره اونۍ د بیا پرانیستلو اجازه ور کړل شوه- باید د شپې تر ۱۱ بجو وروسته پرانیستې نه وي.
رستورانت ښايي د اصولو ماتولو له امله جرمانه شي، خو ښاغلی وان در بېلن وايي، که د دې پېښې له امله د هوټل خاوند جرمانه شي، دی به یې تاوان ور کړي.
خو د رستورانت څېښتن کرون ورځپاڼې ته ویلي: "د قانون له مخې مو پر ۱۱ بجو او له وروستي څښاک وروسته رستورانت بند کړ"".
هغه زیاتوي، فکر یې کاوه چې مشتریان له ټاکلي وخت وروسته هم بهر په څوکیو کې پاتېدلی شي.
اتریش په اروپا کې یو لومړنی هېواد و چې د کورونا سره د مقابلې لپاره یې د ایټالیا په څېر سخت قرنطین پیل کړ.
دا بیا یو هغه لومړنی هېواد و چې دا قیودات یې اسان کړل.
د مۍ له پیلېدو را هیسې تر لسو پورې د کسانو ټولېدو ته اجازه ور کړل شوې.
له تېرې میاشتې را هیسې عامه پارکونه، کوچني دوکانونه او د خوراکي توکو پلورنځي هم پرانیستي دي.