کورونا وېروس: ایا چین لس ورځو کې ۱۱ میلیونه کسان معاینه کولی شي؟

    • Author, پابلو اوچوا او وینسنټ ني
    • دنده, بي بي سي

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره د چین ستراتيژي 'په تاریخ کې د وبا مهارولو لړ کې ښايي تر ټولو مخکښه او هدفنده ' بللې، خو د لسو ورځو په موده کې د دغه هېواد په ووهان ښار کې د ټول ښاري نفوس معاینه کولو هدف چینايي چارواکو څرګندونو بیا د ډېرو په ذهن کې پوښتنې راپورته کړې دي.

ووهان هغه ښار دی چې په جنورۍ میاشت کې لومړی ځل پکې کوویډ - ۱۹ ناروغي خپره شوه. که څه هم اوسمهال له ۴۰ زرو تر ۶۰ زرو پورې د کسانو معاینې وړتیا پکې شته، خو که ټول نفوس کې د وېروس فعالیت شتون معلومېږي، نو لږ تر لږه باید په یوه ورځ کې د یو میلیون کسانو معاینات وشي، چې د شته وړتیا پرتله خورا لوړه کچه ده. په نیویارک کې د نړیوالو چارو څانګه کې د نړیوالې روغتیا ادارې یانژونګ هوانګ وايي:

'موږ ښايي د یوې معجزې شاهدان واوسو '

'دغه پراخ پلان له هغه وروسته اعلان شو، چې د یوې ودانۍ په شپږو اوسېدونکو کې وېروس تشخیص شو.

دغه کسان مخکې هم تشخیص شوي وو، خو د دوی په اړه ویل کېدل چې یوازې علامات لري او د تبې یا ټوخې په څېر کلینکي نښې پکې نه شته. له هغه وروسته بیا د ودانۍ ټولو ۵۰۰۰ اوسېدونکو ته د معاینې ویل شوي.

اوس ځینې وايي، چې د ووهان له ۱۱ میلیونو اوسېدونکو یې یو شمېر د قرنطین له پیله مخکې له ښاره وتلي او یا یې دا وروستیو اونیو کې معاینات شوي دي، ځکه به د چارواکو لپاره دا ډول معاینات ډېر ګران نه وي.

د ووهان پوهنتون پاتوجین بیالوژۍ فاکولتې مرستیال مشر یانګ ژانقیو ګلوبل ټایمز ورځپاڼې ته وویل، د ووهان له دریو تر پنځو میلیونو پورې اوسېدونکي وار له مخه معاینه شوي دي او د پاتې شپږ تر اتو میلیونو پورې کسانو معاینات کېدای شي.

خو که دا شمېر شپږ یا اته میلیونو کسانو ته هم ټیټ شي، د چارواکو لپاره به د لسو ورځو په موده کې اسانه چاره نه وي.

له دې مخکې د هوبې ایالت چارواکو د اپریل پر ۲۲ مه ویلي و، هره ورځ ۸۹ زره کسان معاینه کېږي، چې د مرکزي ښار ووهان ونډه په یوه ورځ کې ۶۳ زره کسانو ته رسېږي.

د هیله منو کسانو په وینا دا شونې ده. د دوی دلیل دا دی چې ځايي روغتیايي چارواکي د دریمګړو شرکتونو په مرسته تر سلو زرو پورې معاینات هره ورځ کولای شي.

دوی دا هم وايي، چې احتمال شته د ښار په ځینو برخو کې دغه معاینات د مې له ۱۲ پیل شي، په نورو برخو کې بیا د مې له ۱۷ پیل شي، خو د هرې سیمې په کچه په هماغه لسو ورځو کې بشپړ شي.

د چین صنعت وزارت تېره میاشت ویلي و، چې دغه هېواد کولای شي په یوه ورځ کې د کورونا وېروس معاینې پنځه میلیونه الې تولید کړي او دغه راز نور لابراتوارونه او د معایناتو مرکزونه هم چمتو کولای شي.

د وېروس بیا خپرېدو وېره

په داسې حال کې چې په قرنطین محدودیتونو کې د نرمښت راوستونکو هېوادونو شمېر ډېرېږي، د وېروس بیا خپرېدو وېره هم ورسره په زیاتېدو ده او په ځانګړې توګه د نویو ناروغانو له ثبت وروسته په ووهان کې هم داسې وېره شته، چې د اپریل پر اتمه پکې قرنطین محدودیتونه نسبتاً نرم شول.

د ناروغیو مخنیوي په چینايي مرکز کې د وبا مهارولو څانګې مشر وو، زونیوو وايي، حکومت په هغو کسانو کې د ناروغۍ بېرته رابرسېره کېدو ته ځېر دی، چې مخکې یې معاینات منفي بلل شوي.

له دولتي ټلویزیون سي سي ټي وي سره مرکه کې نوموړي وویل، چې په یو شمېر ناروغانو کې له ۳۰ تر ۵۰ ورځو پورې د ناروغۍ علایم پاتې کېدای شي او په وینا یې که مثبتې پېښې پکې رامنځته نه شي د ووهان ښار د هرې برخې اوسېدونکو معاینات (اړین) نه دي.

پروفیسر هوانګ بیا د احتمالي معایناتو د (خورا ډېر لګښت) خبره کوي، خو په وینا یې 'دا مو باید په یاد واوسي چې دا چین دی، په کوم ډول چې دوی قرنطین پلی کړ، په سختۍ یې د وبا مهارولو اقدامات وکړل، دې ټولو لوړ لګښت درلود. '

د کورونا وېروس مهارولو چینايي تګلاره له نورو هېوادونو سره متضاده ده.

په امریکا کې د ورځنیو معایناتو شمېر ۳۰۰ زره کسانو ته رسېږي او سره له دې چې د مړینې کچه پکې د نړۍ تر بل هر هېواد ډېره ده، پر ولسمشر ټرمپ له یوه بله د واټن ساتلو ټینګار له کبله نیوکې کېږي، خو پروفیسر هووانګ وايي، د چینايي چارواکو له نظره 'پرتله، ټکي په ټکي هغسې چې ویل کېږي، د چینايي تګلارې غوره والی ښيي. '

نوموړی زیاتوي اوسنی پلان به هم د راتلونکي ستونزه هواره نه کړي، خو په خبره یې په اوس مهال کې به فعال وېروس برالا کړي.