ډونلډ ټرمپ: چین نه غواړي زه دا ځل ټاکنې وګټم

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چین به په خپل ټول توان هڅه وکړي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د بریالیتوب مخه ونیسي.
ښاغلي ټرمپ رویټرز خبري اژانس سره مرکه کې یو ځل بیا پر چین نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دا هېواد به د امریکا له اړخه د کورونا وېروس د خپرېدو په تړاو له ډېرو احتمالي عواقبو سره مخامخ شي.
هغه ویلي چین باید نړۍ د دې ساري ناروغۍ په اړه له وړاندې خبره کړې وای.
خو ډېر کله پر ښاغلي ټرمپ له دې امله تور پورې کیږي چې د کورونا وېروس له امله د رامنځته شوي کړکیچ د مخنیوي لپاره یې کافي هڅې نه دي کړي.
کورونا وېروس د امریکا اقتصاد چې له دې وړاندې په خورا ښه حالت کې وو، زیانمن کړی، او همدا ښه اقتصادي حالت د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ لپاره مثبت ټکی و.
خو نوموړي چې له چین سره یې سوداګریزه جګړه پیل کړې وه په دې اړه څه ونه ویل چې له بېجینګ سره به څه کوي.
د امریکا ولسمشر دې مرکه کې رویټرز ته ویلي: " ډېر داسې څه شته چې زه یې کولی شم. موږ ګورو چې څه کیږي".
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "چین به په دې سیالۍ کې زماد ناکامۍ لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس کې یې وي".
ډونلډ ټرمپ ویلي دی فکر کوي چې بېجینګ غواړي د دیموکرات ګوند له خوا د ده سیال جو بایډن په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي.
ښاغلي ټرمپ د خپل دې سیال د احتمالي بریالیتوب په اړه ویلي، دی د نظر پوښتنو پر بنسټ هغو مالوماتو ته د شک په سترګه ګوري چې ښيي جوبایډن به په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي.
ده ویلي: "زه په دې نظر پوښتنو باور نه لرم، زما په باور د دې هېواد خلک زیرک دي او زه فکر نه کوم چې دوی به داسې څوک واک ته ورسوي چې بې کفایته وي".
د امریکايي رسنیو د رپوټونو له مخې د تېرې جمعې پر ورځ ښاغلی ټرمپ پر خپلو سلاکارانو د هغو نظر پوښتنو د پایلو په تړاو غوسه شوی و چې ښودل یې دی په ځینو هغو ایالتونو کې نه بریالی کیږي چې د ټاکنو له پلوه حساس دي.
د ډوڼلډ ټرمپ همکاران شک لري چې نوموړی به وکولی شي د فلوریډا، وېسکانسېن او اریزونا په څېر برخلیک ټاکونکو ایالتونو کې بریالی شي.
دغه راز د اسو شیټېیډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ ټاکنیزې ډلې ځینې غړو په مېشیګن ایالت کې د هغه د بریالیتوب هیلې له لاسه ورکړې دي.
د رپوټونو له مخې ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین له غړو سره خبرو کې په ټینګار سره ویلي چې د جو بایډن په وړاندې به ماته ونه خوري.
دغه راز ویل شوي چې ډونلډ ټرمپ د کمپاین پر مشر براډ پارسکېل غوسه شو دی. د سي ان ان خبري شبکې او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې هغه له ښاغلي پارسکېل ناخوښي ښودلې او په یوه مورد کې یې د هغه عدلي تعقیب ته اشاره کړې ده.
خو دا نه ده مالومه چې د قانوني اقدام په اړه د ښاغلي ټرمپ دا ګواښ څومره جدي دی.













