د نیو زیلنډ لومړۍ وزیره: کورونا وېروس مو له منځه وړی

نیوزیلانډ وايي په هېواد دننه یې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدا (کمیونیټي ټرانزمېشن) مخه نیولې او په دې سره یې په اغیزناکه توګه وېروس له منځه وړی دی.

په نیو زیلنډ کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر له لسو کم دی، او پرون یکشنبه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې وه.

د دغه هېواد لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن ویلي، د اوس لپاره وېروس له منځه وړل شوی.

تمه ده چې نیو زیلنډ کې د ټولنیز واټن ساتلو تر ټولو سختو بندیزونو لېرې کولو لړۍ پیل شي.

په پام کې ده چې سر له سې شنبې ځینې سوداګریز او تعلیمي فعالیتونه او روغتیايي خدمتونه له سره پیل شي.

لومړۍ وزیره جسېنډا ارډن وایي، حکومت یې اقتصادي فعالیتونه پیلوي، خو د خلکو ټولنیز ژوند عادي حالت ته لا نشي ور ګرځېدلی.‌

چارواکو همدا راز خبرداری ورکړی چې خلک دې بې احتیاطي نه کوي،‌ ځکه ښه کېدونکی وضعیت په دې مانا نه دی چې د کورونا وېروس تازه پېښې به نور نه رامخې ته کېږي.‌

‌په نیوزیلنډ کې د کورونا وېروس نږدې ۱۵۰۰ مثبتې یا مشکوکې پېښې ثبت شوې دي،‌ او تر اوسه ۱۹ کسان ترې مړه شوي.‌

د دغه هېواد د عامې روغتیا ادارې مشر اشلې بلومیلډ ویلي چې په تېرو ورځو کې د کورونا وېروس د لږ شمېر مثبتو پېښو رامنځته کېدل موږ ته دا ډاډ راکوي چې موږ د وېروس د له منځه وړلو هدف ته رسېدلي یو.

لومړۍ وزیرې جسېنډا ارډن خلکو ته ویلي، که غواړو چې دا حالت وساتو نو باید بیدار و اوسو.

له ګڼو خلکو سره دا پوښتنه ده چې نیوزیلنډ څنګه وکولی شول په دومره بریالیتوب سره د کورونا وېروس پر ضد مبارزه وکړي.‌

دې هېواد د وېروس د خپرېدو په لومړي پړاو او په داسې وخت کې چې یوازې د لسګونو په شمېر مثبتې پېښې یې لرلې، پر سفر او نورو فعالیتونو د نړۍ په کچه تر ټولو سخت بندیزونه ولګول.

نیو زیلنډ همدا راز خپلې ټولې پولې وتړلې او له بهره ورتلونکي ټول کسان یې قرنطین کړل، او حکومت په پراخه کچه طبي معاینه او د ناروغانو د څار او پاملرنې پراخ عملیات پيل کړل.