کورونا وېروس: پر کوویډ - ۱۹ اخته ناروغان روژه نیولای شي؟

د افغانستان او پاکستان په ګډون دا مهال کورونا وېروس د نړۍ په ډېری هېوادونو کې خپور دی. د دغې ناروغۍ له کبله لوی شمېر خلک مړه شوي او داسې وېره شته، چې د مړینو دغه شمېر به نور هم زیات شي.

دغه وبا داسې مهال خپره شوې، چې د نړۍ په ډېری برخو کې د مسلمانانو سپېڅلې روژه میاشت یا پیل شوې او یا نن پیلېږي.

د روژې له پیل سره داسې پوښتنې هم راپورته کېږي، چې دغه وبا پر روژه نیونکو کسانو څه ډول اغېز کوي او که نه او یا دا چې د دغه وېروس ښکار کسان یا ترې رغېدلي کسان روژه نیولای شي او که نه؟

روغتیايي ماهرین وايي، د روژې نیولو له وخته تر راتلونکو اتو ساعتونو پورې د انسان بدن په عادي حالت کې پاتې کېږي.

دغه مهال معده ډېری غذا هضموي او له دې وروسته د بدن په عضلاتو او ځیګر کې یو ځای شوي ګلوکوز کاروي. له هغه وروسته چې دغه زېرمه هم پای ته ورسېږي، بیا نو بدن ویلي کېږي او انرژي یې کارول کېږي.

له څېړنو ثابته شوې، چې د خوراک په توګه په بدن کې د زېرمه شویو غوړو استعمال سره وزن کمېږي، د کولیسټر کچه ټیټه شي او د شکرې ناروغۍ خطر کمېږي.

خو په بدن کې ورسره د خوږې کمېدو له کبله د ستړیا او کمزورۍ احساس رابرسېږه کېږي او د دې تر څنګ، کېدای شي د سر درد، سرګرځېدنه، استفراق او د اسویلي بدبويي په څېر شکایتونه هم رامنځته شي.

ایا پر کورونا وېروس اخته ناروغان روژه نیولای شي؟

د پاکستاني روغتیا پالانو اتحادیې پخوانی مشر ډاکټر شیرشاه سید وايي، پر کورونا وېروس اخته کسان باید روژه و نه نیسي، ځکه په وینا یې دغه وېروس د بدن مدافعتي نظام کمزورۍ له کبله پر بدن حمله کوي او که ناروغان وږي یا تږي وي، د بدن مدافعتي نظام د لا کمزورۍ احتمال یې شته.

د سند ایالت یورولوژۍ او ټرانسپلانټ انسټیټیوټ ډاکټر ناصر حسن وايي، د کورونا وېروس وبايي بڼې ته په کتو سره دغه ناروغي په عادي، معتدل او سخت حالتونو وېشلای کېدای شي.

خو نوموړي وايي 'داسې هم کېږي، چې په یو شمېر ناروغانو کې عادي علایم وروسته سخته بڼه غور کوي. '

ډاکټر ناصر زیاتوي:

'د یوه روغتیا پال په توګه باید ووایم چې پر دغه ناروغۍ اخته کسان باید له هغه فرصته ګټه واخلي چې الله تعالی ورکړی او له رغېدو وروسته دې خپل روژې پیل کړې. '

بل لور ته د اسلامي نظریاتی شورا مشر ډاکټر قبله ایاز وايي، 'هغه کسان د روژې له نیولو مستثنا دي چې په بدن کې یې کورونا وېروس تشخیص شوی دی. '

خو نوموړی زیاتوي 'د هغو کسانو مساله باید په ځانګړې توګه وڅېړل شي چې د ناروغانو پالنه کوي او دغسې کسان د دیني عالمانو د مشورې په رڼا کې پرېکړه کولای شي. '

رغېدل شوي کسان روژه نیولای شي؟

ډاکټر شیرشاه سید وايي، هغه کسان چې له کورونا وېروس ناروغۍ رغېدلي، باید تر بشپړې روغتیا پورې روژه و نه نیسي، ځکه په وینا یې د روژې له نیولو وروسته یې د بدن لا کمزورۍ احتمال شته.

خو ډاکټر ناصر بیا وايي، 'خپله هغه کس چې له ناروغۍ رغېدلی دغه پرېکړه کولای شي او که کمزوري نه محسوسوي، کولای شي روژې ونیسي. '

نوموړی زیاتوي:

'د ځینو ناروغانو رغېدنه دوې اونۍ او د ځینې نورو بیا تر څلورو اونیو پورې وخت اخلي، نو که د ژوند چارې په عادي توګه پر مخ بیولای شي، نو کولای شي روژه ونیسي. '

په دې هکله ډاکټر قبله ایاز وايي، 'که څوک د ورځې لخوا درمل کاروي، داسې کس باید روژه و نه نیسي. '