پاکستان کې د ګرځبندیز پر مهال شرابو خلک مړه کړي

'د ګرځبندیز له کبله مېخانې بندې دي. ځکه مو له ښاره سپرېټ راواخیستل، اوبه مو ور سره ګډې کړې او چې څنګه مو د ازمویلو لپاره غوړپ ترې وکړ، طبیعت يې را خراب کړ.'

دا د ارسلان خبرې دي. په بخت بېدار و چې د خامو شرابو له څښلو وروسته ژوندی پاتې شوی، کنه نور څلور واړه ملګري يې هماغه څو غوړپه شراب څښلو ځای په ځای مړه کړل.

دا پېښه تېره اونۍ د پاکستان د سند صوبې په حېدراباد ښار کې شوې. خلک هله پرې خبر شول چې د خامو شرابو د څښلو له کبله پنځه تنه د دغه ایالت ملکي روغتون ته ور وړل شول، خو هلته د رسېدو پر مهال د دوو وروڼو په ګډون څلور تنه مړه شوي وو.

ارسلان وايي، دوی هره ورځ شراب څښل خو اوس مېخانې او هټۍ تړلې دي نو ځکه خپله لاس په کار شوي وو.

په پاکستان کې د ګرځبندیز او ښاربندیز پر مهال شراب خونې هم تړل شوې دي. خو اوس نشه‌یانو د نشې ګولیو، د طبي سپرېټو څښلو او ځينو نورو بیا په کور کې جوړېدونکو نشو ته مخه کړې ده.

ګرځبندیز او د مېخانو تړل:

په دې برخه کې سند ایالت د یوې بېلګې په ډول یادېدلی شي. هلته ځايي حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي له کبله د ځينو نورو بندیزونو او محدودیتونو تر څنګ په یوه ورځ کې مېخانې یا شراب خونې هم وتړلې.

ورو ورو دغه بندیزونه پراخېدل او د اوسني امر پر بنسټ به دا حالت د اپرېل تر دېرشمې روان وي.

د مالوماتو له مخې په دغه ایالت کې ۲۱ داسې مرکزونه شته چې مېخانو، هوټلونو او ځينو غونډو او مجلسونو ته شراب رسوي.

هلته ټولټال نږدې ۱۶۰ داسې مېخانې شته چې د حکومت له لوري قانوني جواز ورکړل شوی دی. تر ډېره دغه شراب خونې د سند ایالت په لوی ښار کراچۍ کې دي. هلته په نامسلمانانو هم شراب خرڅول کېږي.

په نړېواله کچه د شرابو غوښته ډېره شوې:

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله د بندیزونو په ترڅ کې خلک په کورونو کې د بندیانو غوندې ژوند کولو ته اړ شوي دي.

له همدې امله د شرابو غوښته یا تقاضا هم ډېره شوې ده. د نړۍ په ځينو هېوادونو کې مېخانې خلاصې دي خو په یو شمېر نورو کې بندې او د شراب څښلو محفلونو باندې بندیز لګول شوی.

په دې لړ کې يوازې په امریکا کې د شرابو خرڅلاو ۵۰ سلنه ډېر شوی دی.

د فوربزمجلې د یوه رپوټ له مخې د بندیزونو له کبله نور ټول کاروبارونه خراب دي خو د شرابو کاروبار لا غوړېدلی دی.

تر روژې مخکې د شرابو زېرمه کول:

پاکستان کې د روژې په میاشت کې ټولې مېخانې تړل کېږي. د شراب خونو ځينې څېښتن وايي، د روژې تر رارسېدو مخکې د شرابو خرڅون ۴۰ سلنه ډېرېږي، دا ځکه چې بیا په لاس نه ورځي او شرابیان ځان ته شراب زېرمه کوي.

که څه هم د روژې په میاشت کې هم شراب ترلاسه کېدای شي خو بیه يې تر مخکې لوړه وي.

ګرځبندیز د شرابو بیې لوړې کړې:

شراب څښوونکو او خرڅوونکو يې ګومان کاوه چې ګرځبندیز به یو څو ورځې روان وي او ژر به ختم شي خو خبر نه وو چې دا کیسه نوره هم پسې اوږدېږي.

یو شرابي وايي، د جېن په نوم د پاکستاني شرابو د یوه لېټر بوتل بیه مخکې له پنځلس تر اوولس سوه روپۍ وه خو اوس اوو زرو ته رسېدلې ده.

په همدې حال کې هلته اوس د بهرنيو هېوادونو د اصلي شرابو یو لېټر بوتل لږ تر لږه لس زرو نه نېولې تر اتلس زرو پورې خرڅېږي.

شرابیان وايي، 'هيڅکله د شرابو بیې دومره نه وې ختلې.'

د شرابو ځينې نور عملیان وايي، چې دوی د بيو د لوړېدو له کبله اوس ډول ډول درمل کاروي.

په پاکستان کې د مري بیوري په نوم د شرابو د تر ټولو سترې کارخونې څښتن اسفنیار بنډارا وايي، د ګرځبندیز پر مهال -چې څنګه ځينو نورو هټيو ته د خلاصېدو اجازه ورکول کېږي- همدا راز باید د شرابو هټۍ هم اجازه ولري.

'د وېروس خپرېدو د مخنيوي لارښوونې دې په پام کې ونیول شي، خلک دې خپل منځي واټن وساتي خو مېخانو ته دې راشي.'

دی وايي، 'د شرابو خرڅون باید په بشپړ ډول بند نشي، کنه نو خلک به ځينو خطرناکو متبادلو لارو ته مخه کړي. دا کیسه باید له دې پلوه وکتل شي چې سند او پنجاب ته د شرابو له سوداګرۍ سلګونه زره روپۍ مالیه په لاس ورځي.'

په پاکستان کې د ځينو نورو کاروبارونو په څېر د مري بيوري شرابو ستره کارخونه هم تړل شوې ده.

حکومتي مشران له مذهبي ډلو 'ډارېږي'

د سند سر وزیر مراد علي شاه خبریالانو ته په یوه ناسته کې په حېدراباد کې د خامو شرابو له کبله د څلورو مړو شویو کسانو په اړه خبرې وکړې او اندېښنه یې څرګنده کړه چې په راتلوونکي کې ښايي ورته پېښې لا ډېرې شي.

خو مراد علي شاه د شراب خونو د بيا خلاصولو په اړه پوښتنو ته واضح او سپين ځواب ونه وایه.

ځینې حکومتي چارواکي وايي، که مېخانې یا شراب خونې پرانستل شي نو ښايي د مذهبي ډلو غوسه را وپاروي نو ځکه حکومت احتیاط کوي.