تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قرنطین کې روژې ته تیارېدل
د ډاکټرې کیرن رحیم لپاره سږنۍ روژه د تېر په څېر نه ده، هغه به له کورونا د ځان ژغورلو لپاره ګرم ماسک هم تړي.
په نورمال وخت کې د ماشومانو دا ډاکټره خپل ماشومان د مور کور ته بیايي چې ګډ روژه ماتی وکړي یا هم ښار ته ځي چې په ریستورانټ کې له همزولو سره روژه ماته کړي.
خو سږ کال به هغه شمال ختیځ لندن کې د هومرټن پوهنتون له روغتون د خپل مېړه او دوو ماشومانو لپاره کور ته ستنېږي، هغه په داسې ځینو ورځو کې هم چې د کار له سختوالي به روژه نشي نیولی.
روژه چې په اسلامي کلیزه کې تر ټولو سپېڅلې میاشت ده، سږ د پنجشنبې په ماښام پیلېږي.
ډاکټره رحیم وايي، کله چې کار سخت وي د دې په څېر نور روژه نه نیسي:
"په خوندي جامو او توکو کې کار ګران دی. یو یا دوه ساعته کار پکې کولی شې بیا ضرور ده چې د څښاک لپاره ځان ترې اوسا کړې".
دا وايي، د برتانیا اسلامي طبي ټولنې ملګرو ته عالمانو سپارښتنه کړې چې دغسې سخت او مهم رول کې کار کول له روژې معافیت لري.
"دا را سره مرسته کوي، خو ډېره خپه هم یم، ځکه روژه داسې څه ده چې زه یې نیول غواړم".
د طبي برخې نور کارکوونکي به روژه په هغه دمه کې ماتوي چې دوی ته له ۱۲ ساعت کاره وروسته ورکول کیږي. دا له پخوا سره لوی توپیر دی.
پخوا به د روژې په میاشت کې ځینو کلنۍ رخصتي اخیسته، خو د قرنطین له پیلېدو سره دا چانس هم نشته.
۳۳ کلنه رحیم دا اندېښمنه هم لري، چې د کورونا له امله ممکن اختر هم د تېر په څېر ونه لمانځل شي:
"روژه به سخته وي، خو اختر ته به په تمه یې، مګر زه باوري نه یم چې سږنی اختر ولمانځو".
مګر د کورونا له امله د روژې د متفاوت حالت په هکله وایي، وضعیت ښایي ترینګلی وي، خو ښایي مرسته را سره وکړي چې څرنګه په دې مبارکه میاشت کې ژوند ته پام وکړو:
"بل ډول به وي، خو ښايي له ډېرو اړخونو ډېره ریښتینې او صادقه روژه وي. موږ دغسې حالت کې ژوند کوو چې د ځمکې په مخ یې دوزخ بللی شو، خو لا هم په موږ کې ډېر کسان بختور دي چې څه غواړي هغه کولی شي، موږ لا هم پر دسترخان ډوډۍ اېښودلی شو، خو ډېر بې روزګاره او داسې خلک هم شته چې بې کوره دي".
د برتانیا مسلمانانو ټولنه وایي، سږ به سخته تجربه وي، دوی له عبادتګرو غواړي چې کور پاتې شي.
د سږنۍ روژې یوه مهمه برخه دا ده چې جوماتونه تړلي، کورنۍ وېشلې،ان ځینې وخت به خپلو کورونو کې مسلمانان په ګډه روژه ماتی او عبادت نه شي کولی.
خو د روژې ځینې مثبت ټکي لا هم پاتې دي چې مسلمانان ورته خیر ښېګڼه وايي او هغه هم روژه کې په خپلو سیمو کې له اړمنو سره مرسته ده.
د لندن شمال ختیځ سټنمور سیمه کې د حجت جومات په روژه کې د خپلو داوطلبو مرستندیویانو په بسپنه له ۱۵۰ ډېرو کورنیو ته د ریسټورانتونو له لارې خواړه رسوي.
د جومات د اجرایې یو غړی عاصم نورمحمد وایي: فکر کوم د خلکو تر ټولو ښه اړخ ګورو:
"دوه سوه رضاکاران په ۴۸ ساعتونو کې نه باورېدونکې ده".
د جومات یو مشر عاصم نور محمد وايي، عموما له دې لارې روژه کې تر ۱۵۰۰ کسان مړوی.
تمه ده چې هر شپه روژه کې تر دوو سوو کورونیو پورې دا شمېر ورسوي چې تر زرو کسانو ځانونه ثبت کړي هم دي.
ښاغلی نورمحمد وایي، دې مرکز څېرمه سیمې هرو ته هم خپل کار غځولی چې مستحقو کسانو تهخواړه ورسوی او دې برخه کې د سیمې خلک ور سره مرسته کوي.
د نورو جوماتونو په څېر حجت هم د روژې په هکله د لارښوونو ټولګي او ویناوې لري او روژه کې به هم دا چاره روانه وي.
د احمدیه مسلمان ځوانانو ټولنې هم پرلیکه یا انلاین روزنیز ټولګي او ټولنیزې چارې پیل کړې او روژه کې هم ورته هڅه کوي.
د لندن د یوه جومات امام صباح احمدي وايي، ممکن عبادتګر یو ځای سره ټول نه شي، خو دی به د انستاګرام له لارې خپل ټولګي جاري ساتي.
هغه زیاتوي تر ټولو مهم پیغام دا دی چې هرڅوک کور پاتې شي او د کورنۍ لیدلو یا جومات ته تللو هڅه ونه کړی.