له لسیزو وروسته بیا د چین اقتصادي وده ډېره کمه شوې

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

چین کې د کورونا وېروس له امله د کارخونو او کاروبار د بندېدو له امله له څو لسیزو وروسته بیا یو ځل د چین اقتصادي وده ډېره کمه شوې ده.

د جمعې ورځې د رسمي مالوماتو له مخې د نړۍ دا تر ټولو ستر دویم اقتصاد ۶،۸ سلنه منقبض یا کم شوی دی.

د کورونا وېروس له امله د چین اقتصاد ته رسېدلی زیان نور هېوادونه هم اندېښمنوي.

چین د یوه ستر مصرفوونکي او د توکو او خدمتونو د تولیدوونکي په توګه ستر اقتصاد دی.

پر ۱۹۹۲ کال د درې میاشتنیو شمېرو له ټولولو را هیسې دا لومړی ځل دی چې د کال په لومړنیو دریو میاشتو کې چین خپل اقتصادي کمښت ویني.

د اقتصادي مالوماتو یونیټ غړې یویی سو وايي، د جنورۍ او مارچ ترمنځ د ملي ناخالص تولید انقباض د دایمي عاید د له لاسه وتلو په مانا دی، چې د کوچنیو شرکتونو د ډوپه کېدو او بېکارۍ انعکاس دی.

تېر کال چین د کال لومړنیو دریو میاشتو کې ۶،۴ سلنه روغه اقتصادي وده ولیده، هغه هم په داسې مهال چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه بوخت و.

که څه هم تېرو دوو لسیزو کې د چین کلنۍ اقتصادي وده ۹ سلنه وه، خو کارپوهانو پر دې اقتصادي مالوماتو بیا بیا پوښتنې را پورته کړې دي.

چیم

د عکس سرچینه، EPA

د کال لومړیو دریو میاشتو کې د چین د اقتصاد درېدل په داسې مهال دي چې د کورنا وېروس له امله یې د جنورۍ وروستیو کې په پراخه کچه قرنطین او د کاروبار بندول پیل کړل.

اقتصاد پوهان باوري و چې دا ډول سختو شمېرو سره به مخ شي، خو رسمي مالومات د دوی له تمې لا ډېر بد دي.

شانګهای کې د بي بي سي خبریال رابین برنټ وايي، بېجینګ د اقتصادي ودې لپاره د پام وړ هڅونو یادونه کوي.

د نوموړي په خبره، په نوره نړۍ کې اقتصادي مشکل به هم د چین لپاره لوی سرخوږی وي، ځکه صادرات یې په اقتصاد کې مهم رول لري او که دا برخه یې له ستونزو سره مخ شي، نو ژر به د ښه والي په لور لاړ نه شي.

د پیسو نړیوال صندوق د پنجشنبې په ورځ وویل، د چین اقتصاد به په ځوړ لاړ نه شي، خو کلنۍ اقتصادي وده به یې یوازې ۱،۲ سلنه وي.