د چین یو ډېران له مهالوېش ۲۵ کاله مخکې ډک شو

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین په شانګشي ولایت کې جانچونګو ډېران چې د سلو فوټبال ډګرونو په اندازه دی په ورځ کې د ۲۵۰۰ ټنه خځلو لپاره جوړ شوی و.

خو د تمې خلاف چین کې له بل هر ځمکین ډېران(داسې ډېران چې خځلې پکې ښخېږي) هره ورځ لس زره ټنه خځلې ور وغورځول شوې او له ټاکلي وخت نږدې ۲۵ کاله مخکې ډک شو.

چین د نړۍ تر ټولو ډېر لوی ککړوونکی هېواد دی او له کلونو راهیسې د خپلو ۱،۴ میلیارد وګړو د خځلو سره مبارزه کوي.

جانچونګو ډېران پر ۱۹۹۴ کال په ژیان ښار کې په دې هیله جوړ شوی و، چې تر ۲۰۴۴ کال له اتو میلیونو د ډېرو وګړو خځلې ځای کړي.

دا ډېران نږدې ۷ لکه مربع متره پراخ او۱۵۰ متره ژور دی، چې له ۳۴ میلیون مکعب مترو د ډېرو خځلو ځای یې درلود.

تر وروستیو پورې ژیان د چین په هغو څو ښارونو کې وو چې د کورنیو خځلو د له منځه وړلو لپاره یې یوازې خځلې ښخولې او همدا وجه وه چې دا ډېران له مهالوېش مخکې ډک شو.

د روانې میاشتې لومړیو کې په ایرو د خځلو بدلوونکی ډېران پرانیستل شو او تمه ده چې تر ۲۰۲۰ کال لږ تر لږه څلور نور دا ډېرانونه هم جوړ شي، چې ورځ کې به تر ۱۲ زره ۷۵۰ ټنو پورې خځلې سوځولی شي.

دا ګام د ملي پلان برخه دی چې موخه یې د ځمکینو ډېرانونوشمېر کمول دي او په ځای یې خځلې پر ایرو بدلېږي.

شیان کې ځمکین ډېران به ګام په ګام په "چاپېریالي پارک" بدل شي.

چین څومره خځلې تولیدوي؟

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د چین د احصایې کلنۍ(کتاب) وايي، چې دغه هېواد پر ۲۰۱۷ کال ۲۱۵ میلیون کورنۍ خځلې درلودې او دا تر تېرو لسو کلونو ۱۵۲ میلون ټنه ډېرې وې.

دا هېواد ۶۵۴ ځمکين او ۲۸۶ خځلې سوځوونکي ډېرانونه لري.

دا شمېرې هم نشته چې چین د دوراني اقتصاد کچه څومره ده، چې له مخې یې بې کاره شوي توکي یا خځلي په کارېدونکو توکو بدلېږي.

د یوه حکومتي رپوټ له مخې، چین غواړي د ۲۰۲۰ کال تر پای په سترو ښارونو کې تر ۳۵ سلنې خځلې یا پاتې شوني د دوراني اقتصاد برخه کړي.