تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند: پاکستان کورونا نیولي خپل کنټرول لاندې کشمیر ته لېږي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې لوړپوړی پوځي جنرال وايي، د دوی د استخباراتو له مخې پاکستان تر ډېره کورونا نیولي کسان د خپل واک لاندې کشمیر ته لېږي.
د هندي کشمیر په مرکز سرینګر کې تورنجنرال بي اېس راجو نه پوښتنه وشوه چې ایا د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته د پاکستاني پوځ په چلن یا مېشتېدلو کې کوم بدلون راغلی.
هغه دا هم وویل، چې د پوځ ځای په ځای کولو یا لېږلو کې کوم مهم بدلون نه دی راغلی، خو پاکستان د کورونا وېروس ډېر اغېزمن کسان خپل کنټرول لاندې کشمیر ته استوي.
کله چې وپوښتل شو د دې تور لپاره څه ثبوت لري، نو زیاته یې کړه چې پاکستاني پنجاب کې د کورونا نیولي کسان لرې سیمو ته لېږل کېږي چې وګړي پکې کم وي او قرنطین مرکزونه داسې سیمو کې جوړوي.
بي بي سي د پاکستان د پوځ ادارې غبرګون وغوښت، خو د عامه اړیکو ادارې یې له څه ویلو ډډه وکړ.
د بي بي سي خبریال جګال پروهت سره ځانګړې مرکه کې دغه تورنجنرال دا تور هم ولګاوه چې پاکستان د کورونا وېروس سره د مقابلې په ځای ډېر وسلوال د کنټرول کرښې لور ته لېږي.
جنرال راجو تور پورې کړ: 'پاکستان خپل روزل شوي وسلوال د پولې هغې غاړې ته د توغندیو ويشتنځيو سره نږدې تړل شویو ځایونو کې ساتي چې له خطره ډک کار دی.'
هغه ویلي نو ځکه ښايي هغه خلک -چې د پولې له پورې غاړې ورځي- دا وېروس له ځانه سره ولېږدوي او له دې سره به دوی په راتلوونکي کې د سخت دريځو /جنګیالیو د مړو د سمبالښت لپاره هم له احتیاطه کار اخلي.
تورنجنرال بي اېس راجو تور ولګاوه چې د کورونا وېروس پر مهال هم د پاکستان چلن کې کوم بدلون نه ښکاري او لا هم د اوربند نه سرغړونه کوي کوي چې د ده په خبره، دا ډېره شرموونکې ده.
جنرال راجو دا هم وویل، چې پاکستان ته د چلن بدلول پکار دي، حقیقت ومني، چې دواړه هېوادونه له کورونا سره په خپله خپله لار کار وکړو.
هغه تور ولګاوه چې پاکستان له کنټرول کرښې سره نږدې ځایونو کې د روزلیو وسلوالو ساتلو سره خطرناک کار کوي.
جنرال راجو دا هم وویل، چې د کورونا وېروس له امله یې عملیات او د پوځ ځای په ځای کول له ستونزو سره مخ دي او اوس دوو جبهو کې جنګېږي ورته تیار هم دی.
هغه دا هم وویل، چې د ده د قومندې سیمه کې تراوسه په کورونا څوک نه دی اخته شوی.