د کشمیر پسرلی او د ګلونو ننداره

    • Author, ايم اي جرال
    • دنده, خبریال

د پاکستان واکي کشمیر کې د پسرلي راتلو سره هره خوا زرغونه او ګلان غوړېدلي دي، چې خوشبويي یې فضا خوندوره کړې ده.

د دې سیمې لوړو کې تېرو شپږو میاشتو کې له دمې دمې وروسته واورې دا ځل تر تېرو کلونو موسم ډېر یخ کړی و، خو اوس هرې خوا ته پسرلی دی.

د پسرلي را تلو سره هرې خوا ته ونو کې رنګارنګ ګلان دي او لوړو کې د پراخو شنو رغونو یا ډګرونو مخ په ګلانو پوښل چې هر چا ته د لیدو وړ دي.

پسرلي کې د پاکستان واکي کشمیر ښارونو په څنډو په تېره کلیو کې منظرې زړه را ښکونکې وي او دماغ تازه کوي.

دې خوشالوونکو منظرو او طبیعي ښکلا لیدلو ته پر پاکستان سربېره له بهر نه هم خلک ور روان وي.

پاکستان واکي کشمیر کې پسرلی لږ په ځنډ را ځي، په اواره کې اوس پسرلی خپل اوج ته رسېدلی، خو لوړو کې اوس هم پر ځینې سیمو واوره شته.

د پاکستانی واکی کشمیر هر موسم کې سیلانیانو ته په زړه پورې وي، ځکه په واوره او ونو پوښلو غرونو لمنو کې ګلان دا دره په جنت بدلوي.

د پسرلي د رنګونو لیدلو لپاره سیلانیان د پلازمېنې مظفراباد په ګډون نورو سیمو، لکه سریا، شهد ګلۍ، پترینډ، برابراکوټ، لوهار ګلۍجلم او نورو ته ځي.

دا ځل سیمه کې حکومت د کشمیر درې خلکو سره د یووالي ښودلو لپاره د پسرلي را تلو سره د سرینګر د غاټول ګل د بڼ په څېر مظفر اباد کې یو بڼ یا باغ جوړ کړ.

د پاکستان واکي کشمیر لومړي وزیر راجه فاروق حیدر د سیلانیانو زیاتېدو ته په پام اول ځل د ګرځندوی پالیسي جوړه کړې چې ور سره سیاحت د صنعت په ډول وکاروي.

۔