تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: نیویارک کې لس زره مړي؛ اندونیزیا کې "پیریانو" خلک په کور کېنولي
د امریکا د نیویارک ایالت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۷۱ کسان له کورونا وېروسه مړه شوي دي. له دې سره په یاد ایالت کې د مړینو شمېر تر لس زرو اوښتی دی. بله خوا په اروپا کې وضعیت ښه ښکاري او اسپانیا او ایټالیا ځینو برخو کې د محدودیتونو د نرمولو خبره کړې ده.
دنیویارک ایالت والي انډرو کومو ویلي، که څه هم د مړو ورځنی شمېر په کمېدو دی، خو په ټوله کې په دې ایالت کې وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.
په ټوله امریکا کې له کورونا وېروسه د وژل شویو کسانو شمېر اوس له شل زرو اوښتی او په دې توګه امریکا د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې مړینې لري.
د اروپا په ځینو هېوادونو کې لا هم هره ورځ سلګونه کسان له کورونا وېروسه مري، خو په ټوله کې د ورځنیو مړینو شمېر را کم شوی دی.
د اسپانیا حکومت اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس د روان بحران له کبله یې اقتصاد په ټپه ولاړ دی، او له همدې کبله په هېواد کې لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه یو څه نرموي.
اسپانیا د نړۍ په کچه د کورونا وېروس له کبله یو تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی. او د جان هاپکېنز پوهنتون شمېرو له مخې تر دې دمه کابو ۱۷ نیم زره کسان له کورونا وېروسه مړه شوي دي.
د اسپانیا د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له امله ۵۱۷ تنه مړه شوي، او پرون د مړو شمېر ۶۱۹ تنه و.
دې هېواد کې د نویو مثبتو پېښو شمېر هم په کمېدو دی. وروستۍ ثبت شوې شمېرې درې زره او ۴۷۷ دي او په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶۹ زره او ۴۹۶ دی.
حکومت وایي، د فابریکو، ودانیزو چارو، او ځینو چوپړونو برخه کې کارکوونکو ته اجازه ورکړل شوې چې خپل کار دوام ورکړي، خو د خوندیتابه جدي لارښوونې باید په پام کې ونیسي.
له دې پرته نورو خلکو ته ویل شوي چې باید د اوس لپاره کورونو کې پاتې شي.
د اسپانیا لومړي وزیر ویلي، ټول غواړي چې عادي حالت رامنځته شي، خو د ده په وینا هدف یې له دې هم لوړ دی او هغه د کورونا وېروس په وړاندې د جګړې ګټل او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې دی.
بل اروپايي هېواد ایټالیا په دې لویو وچه کې تر ټولو سخت کورونا ځپلی هېواد دی او له دې امله یې نږدې ۱۹ زره کسان مړه شوي.
هلته حکومت په پام کې لري چې لږ شمېر کمپنیو ته اجازه ورکړي چې سر له سبا ( سې شنبې) خپل کار پیل کړي.
په جرمني کې چارواکو ویلي پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو نیمايي یې رغېدلې دي.
جرمني د کورونا وېروس د مثتبو پېښو لړ کې په نړۍ کې څلورم هغه هېواد دي چې زیات شمېر خلک یې پر دې وېروس اخته شوي.
دې هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۱۲۸ زره دی او څه باندې درې زره تنه مړه شوي دي.
د کورونا وېروس سره د جرمني مبارزه بریالۍ بلل شوې، او د بریالیتوب یو دلیل دا دی چې جرمني وکولی شول په کمه موده کې د ډېرو زیاتو کسانو طبي معاینه وکړي او په دې سره یې د ناروغانو شمېر معلوم کړ.
برتانیا کې د تېرو څو ورځو پر تله د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر لږ ښودل شوی. رسمي شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مړینې ۷۱۷ پېښې ثبت شوي دي، په دې سره د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر ۱۱ زره او ۳۲۹ ته لوړ شو.
اوړمه ورځ د مړو شمېر ۷۳۷ او د تېرې اونۍ د شنبې په ورځ ۹۱۷ وو.
بل لورته د دې هېواد لومړی وزیر بوریس جانسن طبي معاینه کې ښودل شوې چې د هغه د کورونا وېروس نتیجه منفي ده. هغه پرون له روغتونه رخصت شو او څو ورځې د جدي څار په خونه کې و، خو ویل شوي چې سمدستي به خپله دنده نه پیلوي.
روسیه کې مثبتې پېښې په ډېرېدو دي:
روسیه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس دوه زره او ۲۵۰ نوې پېښې ثبت شوي ، دا له کله چې دغه هېواد ته د کورونا وېروس لمن غځېدلې تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یوه شپه او ورځ کې کیږي.
روسیه کې د کورونا وېروس څه باندې ۱۸ زره مثبتې پېښې ثبت شوي له دې ډلې له ۱۱ زره زیاتې یې یوازې په پلازمېنه مسکو کې دي. دې هېواد کې د دې وبا له امله تر اوسه د ۱۴۸ تنو مړینه تایید شوې ده.
روسیه کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو نسبتا کم بلل کیږي، خو له دې سره سره یې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او دې لړ کې زیاتې برخې قرنطین کړل شوي دي.
ایران:
د ایران د روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۶۱۷ نوې پېښې ثبت شوي دي او په دې سره د کورونا وېروس مثبتې پېښې ۷۳ زره او ۳۰۳ ته رسېدلې دي.
کیانوش جهانپور ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له امله ۱۱۱ تنه مړه شوي او د دې تازه شمېرو سره ټول ټال څلور زره او ۵۸۵ تنه مړه شوي دي.
اندونیزیا کې له کورونا سره د "پیریانو"مبارزه:
رویټرز خبري اژانس د اندونیزیا په ځینو لارو کې د داسې کسانو انځورونه خپاره کړي چې کفنونه یې اغوستي دي. دا اژانس د جاوا ټاپو د کېبوا سیمې د چارواکو له قوله لیکي چې ځینو ممثلینو کفن ته ورته د پیریانو په څېر کالي اغوستي په لارو کوڅو کې ګرځي او په دې سره د کورونا وېروس سره د مبارزې کمپاین کې برخه اخلي.
خو د اندونیزیا په فولکور کې دا بلاګانې ژوره رېښه لري. دوی یې ( بوګونګ ) او د مړو شویو کسانو روح بولي.
له دې کاره هدف دا دی چې خلک وهڅوي چې کورونو کې پاتې شي کنه نو له (بوګونګ) سره به مخامخ شي.