تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نیویارک کې یوه پړانګه په کورونا اخته شوه
د امریکا د نیویارک ښار په برانکس ژوبڼ کې یوه پړانګه په کورونا وېروس اخته شوې ده.
برانکس ژوبڼ وايي، دا څلور کلنه پړانګه نادیه نومېږي او په ایوا ایالت کې د وترنري د چوپړونو ملي لابراتوار یې د کورونا معاینه مثبته بللې ده.
نادیه، ازول چې خور یې ده، دوه نور پړانګان او درې افریقايي زمریان تېرو ورځو کې وچ ټوخي نیولي وو.
ویل کېږي دې ژوو ته دا وېروس د ژوبڼ له یوه ساتونکي لېږدېدلی دی او وړاندوینه کېږي چې بېرته به روغ رمټ شي.
د برانکس ژوبڼ د اعلامیې له مخې د دې ژوو اشتها کمه شوې، خو لا هم په هوش دي او د ژوبڼ له کارکوونکو سره اړیکه نیسي.
د دې ژوبڼ بل هیڅ لوی ژوی نه دی ناروغ شوی.
د مارچ له نیمايي راهیسې د نیویارک څلور واړه ژوبڼونه تړلي دي او د برانکس ژوبڼ د مسولانو په وینا د ژویو او ساتونکو د خوندیتوب لپاره نوي تدابیر نیسي.
دا ژوبڼ خپله اعلامیه کې ټینګار کوي، داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې دا ناروغي له ژویو په تېره له کورني ژوي لکه پیشو او سپي انسان ته ولېږدول شي.
تر دې مخکې ځنګلي ژوپوهانو د سترو بیزوګانو لکه ګوریلا، چمبینزي او اورنګوتان لپاره د نوي کورونا وېروس د خطر خبرداری ورکړی وو.