تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا ویروس: پاکستان له افغانستان او ایران سره ټولې ځمکنۍ لارې تړي
د پاکستان د د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له افغانستان او ایران سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره به ټولې ځمکنۍ لارې له راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) وتړي.
دا پریکړه د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په ډاګه شوه. د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې له افغانستان او ایران سره دې ټولې لارې په بشپړه توګه وتړل شي.
پریکړه کې ویل شوي چې دا لارې به د راتلونکې دوشنبې ( مارچ ۱۶ ) په ورځ د ۱۴ ورځو لپاره تړل کیږي.
دې شورا دغه راز پریکړه کړې چې په ټول پاکستان کې به ټول ښوونیز بنسټونه د راتلونکې اپریل میاشتې تر پنځمې نېټې تړلي وي.
د پاکستان پوهنې وزیر شفقت محمود ویلي د دې پریکړې له مخې ټول خصوصي او دولتي پوهنتونونه او ښوونځي، ټول مسلکي انېسټیټونه او ټولې دیني مدرسې تړل کیږي.
د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د پاکستان د مهمې ملي ورځې ( ۲۳ مارچ، د پاکستان ورځ ) په مناسبت کېدونکی پوځي پریډ هم لغوه شوی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته ویلي چې د ځمکنیو لارو د تړلو ترڅنګ د هوا له لارې هم تګ راتګ محدودیږي. د ده د وینا له مخې نړیوالې هوايي الوتنې به یوازې د کراچۍ، اسلام آباد او لاهور له هوايي ډګرونو کیږي.
پاکستان کې تر اوسه په رسمي توګه د کورونا ویروس ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي دي. په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې لا هم د رسمي شمېرو له مخې اووه دي.
خو په ایران کې د پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زیاتیږي. د ایران د رسمي سرچینو معلومات ښيي چې د دغې ناروغۍ له امله تر اوسه ۵۱۲ تنه مړه شوي دي.
دوی وايي په ایران کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۱ نیم زره ته رسیږي.