تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مکه کې د اقصی په پلوۍ نارې؛ پر خواله رسنیو غبرګونونه
د سعودي عربستان مکه کې د عمرې پرمهال صفا او مروا کې ځینو ترکي عمره کوونکو د "موږ په وینه او روح درنه قربان یو قدسه" نارې وهلې چې وېډیو یې پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې ده.
پر دغې وېډیو د غبرګون په توګه د مصر دارالافتاء اړوندې "د تکفیري فتاوو او سخت دریځو نظرونو پروړاندې د مبارزې" په نامه څانګې لیکلي، دا په مکه کې د دیني مراسمو پرمهال د ترکانو ناوړه کار بللی چې په وینا یې "په عبادتځيو کې په سیاسي چارو باید سپېڅلي ځایونه ککړ نه شي."
یاده اداره وايي، عبادتځي او د عبادت مراسم، په تېره د مکې حرم ځانګړې سپېڅلتیا لري، چې هېڅ سیاسي عمل باید پکې ونه شي.
پر خواله رسنیو د #'ترکان_مکي_حرم_ککړوي' هشټګ هم ډېر لاس په لاس شوی دی.
خو ځینو بیا د ترکانو دا عمل ستایلی دی، دا یې یو طبیعي غبرګون بللی چې د دین له اساساتو سره هېڅ په ټکر کې نه دی.
سعودیانو تر نورو ډېر پر دې وېډیو توند غبرګونونه ښودلي او دا یې یوه "ناکامه هڅه، پر دین سوداګري او په سیاست کې له سپېڅلو ځایونو ګټه اخیستل" بللي دي.
د یوسف الخلیوي په نامه یوه کس، دا بې معنا عمل بللی، چې په وینا یې د پېړۍ د معاملې پرضد دا ډول غبرګون ښودل په مکي حرم کې ناوړه عمل دی، چې باید انقره کې د اسراییلو سفارت مخې ته دا کار شوی وای.
خو مرزوق المطیري بیا وايي، غوره به دا وه چې دغو ترکي عمره کوونکو له اردوغان غوښتي وای چې له اسراییلو سره خپل دیپلوماتیک او پوځي اړیکي غوڅ کړي.
په مقابل کې، پر انسټاګرام بیا ګڼو کارنو خپل نظر داسې ښودلی چې "ترکان له اقصی سره مینه لري."
محمد عمشي ویلي، د اقصی مسله کې تر سیاسي تړاو مخکې دیني تړاو شته؛ ځکه چې دا په اسلام کې درېیم مهم جومات دی.
نورو بیا ویلي: "اسلام یوازې د عبادت دین نه دی، بلکې هر کال د حج مراسمو کې باید د مسلمانانو پر چارو بحث وشي، نه دا چې یوازې د حج فریضه ادا شي."
ورته پېښې
په ۱۹۸۷ کال، د ایراني حاجیانو او د سعودي امنیتي سرتېرو ترمنځ هغه مهال شخړه وشوه، چې ایراني حاجیانو د لوېدیځ ضد لاریونونه چمتو کړي وو، خو سعودي حکومت د لاریون اجازه نه ورکوله، په دې شخړه او بیا نښته کې کابو ۴۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ایرانیان وو.