سعودۍ له خپل مېړه د بېلتون مراسم لمانځلي

په سعودي کې د سنپ‌چټ یوې ستورې امیرة الناصر پر خواله رسنیو ډېرې وېډیوګانې له خپل مېړه سره خپروي. نوموړې یوه وېډیو خپره کړې چې سپین کمیس یې اغوستی او د طلاق مراسم پکې لمانځي.

دا وايي، له خپل مېړه مشعل جلا کېدل ډېر ګران کار او د کور د ویجاړولو په مانا دي، خو وايي په تقدیر کې همدا ورته لیکل شوي دي.

امیرة الناصر د خپل واده سپین کمیس اغوستی او په یوه وېډیو کې چې په "سنپ چټ" یې خپره کړې ده، وايي "که تر واده وروسته رنګارنګ جامې اغوندئ، نو له طلاق وروسته سپینې جامې واغوندئ او خپل ژوند سپین پرېږدئ، نړۍ پر یوه کس نه ده ولاړه، نو خپل ژوند هم پر یوه کس ولاړ مه بوله."

نوموړې نورو نجونو ته د سپارښتنې په توګه وايي: "ټولو نجونو او ښځو ته وایم چې د ګډ ژوند له پیله ښه ژوند پیل کړئ."

اميرة الناصر تر دې وېډیويي خبرو وروسته یوه سندره اوري او ورسره زمزمه کوي یې.

امیرة ناصر الخالدي وايي، کله چې په ګډ ژوند کې خیانت پیل شي، باید دا ژوند پای ته ورسېږي.