اسراییلو سعودي ته د تګ اجازه تر لاسه کړه

د اسراییل د کورنیو چارو وزارت وايي، اسراییلي وګړو ته یې سعودي ته د تلو اجازه ور کړه.

دا خبره په داسې مهال ده چې امریکا راتلونکو څو ورځو کې منځني ختیځ کې د سولې لپاره خپل نوی پلان اعلانوي.

د شنونکو په خبره، دې برخه کې امریکا ته د سعودي ملاتړ هم پکار دی.

نوې پرمختیا د سعودي او اسراییل ترمنځ د پټو زیاتېدونکو اړیکو نوی مثال دی.

ریاض او تل ابیب رسمي ډیپلوماټیک اړیکي نه لري، خو دواړه د ایران په تړاو یو دریځ لري.

د اسراییل د نوې پالیسۍ له مخې، اسراییلي مسلمانان د مذهبي او اسراییلي یهودیان د کاروباري مقصد لپاره سعودي ته تللی شي.

بیت المقدس یا یوریشلم کې خبریال هریندر مشرا وايي، اسراییلي وګړي له پخوا سعودي ته ځي، خو مسلمانان یې اسراییل کې د وقف بورډ له خوا ځانګړو اسنادو ته ضرورت لري.

د مالوماتو له مخې یهودي وګړي د کاروباري مقصد لپاره د دواړو هېوادونو د خپلمنځي باور له مخې ځي، خو شمېر یې ډېر کم دی.

دا چې سعودي او اسراییل ډيپلوماټیک اړیکي نه لري، نو مسلمان اسراییلی د اردن یا مصر له لارې سعودي ته ځي، د دې کسانو په پاسپورټ ویزه نه وي، د اسراییلي وقف بورډ ځانګړي اسناد ور سره وي.

هریندر مشرا وايي، سعودي ته د تلو لار به بیا هم دغه وي، خو دا کسان به د سفر لپاره اسراییلی پاسپورټ لري:

"اوس به اسراییلي وګړي ته د سعودي ویزه ور کول کېږي او اسراییلی حکومت به په پاسپورټ کې د سعودي پر ویزې کوم اعتراض نه کوي".

د نوموړي په خبره، د اسراییل د کورنیو چارو وزارت دې برخه کې یو نوی قانون منظور کړی دی:

"د نوي قانون له مخې، اسراییلي وګړي له اسراییلي پاسپورټ سره سعودي ته تللی شي، مسلمانان د دیني فریضو او یهودي وګړي د کاروبار لپاره، خو دوی ته د سعودي د ادارې یا حکومتي چارواکي بلنلیک پکار دی".

هریندر مشرا وايي، داسې څو اسراییلي وګړي پېژني چې سعودي کې کاروبار کوي او دا ښيي چې د دواړ هېوادونو ترمنځ له پخوا یوه پټه هوکړه شته.

د اسراییل د کورنیو چارو وزارت وايي، نوې پرېکړه یې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ګډون له امنیتي چارواکو او نورو ادارو سره په مشوره کړې ده.

سعودي تراوسه د اسراییلي چارواکو نوې پرېکړې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې یې څو ځلې داسې هڅې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي ته اشاره کوي.

پر ۲۰۱۸ کال سعودي هندي الوتکو ته اجازه ور کړه چې له هوا یې اسراییل ته تېرې شې او دې سره دغو الوتکو ته واټن څو ګړۍ کم شو.

خبریال هریندر مشرا وايي، د نتنیاهو په مشرۍ د اسراییل حکومت د دې پرېکړې یوه وجه دا هم ده چې مارچ کې دا هېواد ټاکنې لري او لومړی وزیر نتنیاهو دا ښودل غواړي چې د بهرنۍ پالیسۍ له امله یې د سعودي په ګډون له څو عرب هېوادونو سره د اسراییل اړیکي ښه شوي دي.

مصر او اردن یوازې هغه دوه عرب هېوادونه دي چې له اسراییل سره ډیپلوماټیک اړیکي او د سولې تړون لري.