تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کډوال چې ٢١ کاله يې شپې د لندن په بسونو کې خوب کړی
يو نايجيريايي کډوال چې په بريتانيا کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، له دوو لسيزو زياته موده د لندن په بسونو کې د شپې ويده کېده او دا يې خپل کور بللی و.
سني چې په اصل کې د نايجيريا اوسېدونکې دی، په خپل هېواد کې د ډيموکراسۍ د هڅو په تړاو د مرګ په سزا محکوم شوی و او په زندان کې بندي و.
کورنۍ او ملګرو يې د ازادۍ لپاره هر چا ته پېسې ورکړې، د زندان له ساتونکو نيولې لندن ته د تلونکې يوې الوتکې تر عملې پورې.
بريتانیا ته له راتلو وروسته کله چې يې د پناه پر غوښتنليک غور کېده، د مستند فلم جوړولو زده کړه يې پيل کړه او د لندن د بې کوره کسانو پر ژوند يې راپور جوړاوه خو ده هېڅکله هم فکر نه و کړی چې يوه ورځ به يې ژوند د همدغو بې کوره خلکو په څېر شي.
په بريتانيا کې د پناه غوښتنې له ردېدو وروسته، ده ته دوې لارې ورپاتې وې. يو دا چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، هغه ځاى چې کېداى شي ورته د مرگ اورول شوې سزا ورباندې پلې شي، او بله په بريتانيا کې پټېدل.
دۀ دويمه لاره غوره کړه نو له دې امله يې د لندن په بسونو کې د يوۀ بې کوره په څېر ۲۱ کلن ژوند پيل وکړ.
يوې مېرمنې او نورو ملګرو يې ورته د بسونو مياشتنۍ کارټ اخيسته، د ورځې به يې په کليساوو کې خيريه کار کاوه او ځينې وخت به کتابتون ته تلو او له خبرونو به يې ځان خبراوه.
سني به تل د ورځې خپل کوچنی بکس ورسره ګرځاوه چې خلک پرې د بې کوره ګومان و نه کړي. د شپی مهال به يې د ښځو مرسته کوله يوه ورځ دوو نارينه وو غوښتل چې د يوې ښځې ويښتانو ته اور واچوي چې ده د پېښې مخنيوی وکړ او پسې يې واخيستل.
ده هېڅکله هم خيرات نه غوښت، يوۀ "مکډونلډ" رستورانت به ډوډۍ ورکوله او په تشناب کې به یې ږيره خرېله.
د يوې کليسا قانوني ډلې د نوموړي لپاره له حکومته په بريتانيا کې د اوسېدو غوښتنه وکړه.
هغه کسان چې په بريتانيا کې ۲۰ کاله اوسېدلي، کولی شي په بريتانيا کې مېشت شي. خو دی ۲۱ کاله له حکومته پټ و او داسې اسناد يې نه لرل چې دغه هېواد کې د دۀ ۲۰ کاله اوسېدل ثابت کړي.
نوموړي له بس چلوونکو وغوښتل چې ده ته د ملاتړ ليک وليکي. يوه بس چلوونکي هم ورته تاييد کړه چې ده به د شپي له خوا په بس کې سفر کاوه.
اوس د فوټوګرافۍ يوې پروژې نوموړي ته کامره ورکړی چې د تصويرونو له لارې د خپل ژوند کيسه وکړي.
سني ته په ۲۰۱۷ کال په ۵۵ کلنۍ په بريتانيا کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوه. دی اوس هم کله ناکله بسونو ته خېژي او هلته ويده کېږي خو د شپي نه د ورځې.
د سني د اوږدې مودې دغه پټنځای اوس نوموړي لپاره يوازې د ذهن ارامولو ځای دی.