د قاسم سلیماني وژنې ته غبرګون؛ ایران د غچ اخیستلو خبره کوي

د ایران مذهبي مشر په عراق کې د امریکايي الوتکو په برید کې د سپاه د بهرنۍ څانګې قدس ځواکونو د مشر وژل غندي.

ایت الله خامنه يي ویلي، د قاسم سلیماني سخت غچ به واخلي او زیاته کړې یې ده چې د قاسم سلیماني لار به دوام لري.

نوموړي په ایران کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی.

د سپاه ځواکونو ویاند ویلي، "د امریکایانو خوشالي به ډېره نه وي او د دې اتل شهید د وینې غچ به واخلو، سپاه ډېر سلیمانیان لري ".

د قاسم سلیماني وژلو پسې نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیه څلور سلنه پورته شوې ده.

د عراق لومړي وزیر د امریکا برید غندلی او د قاسم سلیماني او ابو مهدي مهندس شهیدان او د داعش ضد جګړه کې د بریا لوی سمبولونه وباله.

نوموړي ویلي د یوه عراقي قومندان وژل چې رسمي دنده یې لرله، یو غلیمانه ګام دی.

د سوریې حکومت هم د قاسم سلیماني وژل غندلی او دا برید یې یې "د جنایتکارې امریکا تېری " بللی دی.

روسیې د ایران ولس ته تسلیت ویلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وازت د قاسم سلیماني وژنه بې پروا ګام بللی چې په ټوله سیمه کې به ور سره تاوتریخوالی زیات شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د سیمې بدلونونه په ځیر سره څاري.

دوی زیاتوي: چین تل نړیوالو اړیکو کې د زور کارولو مخالف دی.

د افغانانو غبرګون

افغانانو خواله رسنیو کې دوه ډوله غبرګون ښودلی، هغه ډله چې فاطمیون لېوا کې د افغانانو شتون ملاتړي دي، د قاسم سلیماني په مرګ خواشیني دي، خو نورو نوموړی "د ایران په ګټه د افغانانو په کارولو" تورن کړی دی.

د ولسي جرګې پخواني غړي لطیف فدرام د قاسم سلیماني وژنه حکومتي ترهګري بللې ده.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم خپل ټوېتر کې لیکلي، امریکا چې څه په منځني ختیځ، ایران او د افغانستان شاوخوا هېوادونو کې کوي او هره ورځ تاوتریخوالی زیاتوي، نو ترې مالومېږي چې افغانستان کې د ریښتونې سولې ټینګولو نیت نه لري.

افغان عکاس مسعود حسیني ټوېتر کې لیکلي، سلیماني ډېر افغان کډوال په چل ول سوریې ته لېږل، چې د ایران او روسیې د ګټو لپاره یې واروي، خو روسیې هم ایران یوازې پرېښود.

امریکا کې ملاتړي او مخالف غبرګونونه

د امریکا دفاع وزارت ویلي د ولسمشر ټرمپ په امر یې دا ایرانی قومندان په پرېکند او دفاعي ګام سره وژلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټوېټ کې ویلي چې عراقیان د ازادۍ لپاره سړکونو کې نڅېږي او شکر باسي چې هغه نور ژوندی نه دی.

هغه ویډیو چې ښاغلي پمپیو خپل ټوېټ کې شریکه کړې ځینې کسان سړک کې خوشالي کوي.

مخکښ جمهوریپال سناتور لینډسي ګراهم د ټرمپ مننه کړې او ویلي یې دي که ایران خپل چلن روان ساتي باید د تېلي مرکزونو او چانځیو په ګډون د سختې بیې ور کولو ته تیار اوسي.

خو راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ټرمپ ډیموکراټ سیال او د ییوجرسي سناتور کوري بکر ویلي، چې د دې وژنې له پایلو اندېښمن دی، چې د ټرمپ حکومت له ایران سره د مقابلې او په ټول کې د بهرني سیاست لپاره لپاره ځانګړې ستراتیژي نه لري.

راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ بل سیال او د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن ویلي د قاسم سلیماني د وژلو لپاره د ډونلډ ټرمپ امر د باروتو امبار ته اور اچول دي.

د عراق حشد شعبي ډلې چې له قاسم سلیماني سره یې خپل مرستیال مشر هم وژل شوی دی، خپلو وسلوالو ته د تیارسي امر کړی دی.

په ایران کې لوبې او کنسرټونه لغوه شوي دي او ویل کېږي د جمعې لمانځه وروسته به مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشي.

په بغداد کې د ایران سفیر ایرج مسجدي وايي، له قاسم سلیماني او د حشد شعبي ډلې د مرستیال په ګډون لس کسان په دوو ګاډو کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، عراق ته د مړیو د لېږدلو لپاره له چارواکو سره تماس کې دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د ډونلډ ټرمپ په امر یې سهار د بغداد هوايي ډګرې سره یې پر قاسم سلیماني برید کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران ستر ملت او د سیمې ازاد ملتونه به له جنایتکارې امریکا د دې بوږنوونکي جنایت غچ واخلي.

د قاسم سلیماني وژنه نوموړي سیمه کې د امریکا بې وسي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام د ټولو انساني او نړیوالو حقونو د اصولو تر پښو لاندې کول دي.

د عراق د شیعه یانو روحاني مشر مقتدا صدر د سلیماني وژل د جهاد په نښه کول بللي دي.

د نوموړي په خبره، د قاسم سلیماني په نښه کول، د جهاد او مخالفې جبهې په نښه کول دي، خو زموږ هوډ نه کمزوری کوي.

نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي چې د عراق دفات ته تیار اوسي.

د اسراییل ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د سوریې پولې ته نږدې د جولان لوړو کې د غرختونکو لپاره یوه سیمه تړل شوې ده.

د اسراییل دفاع وزیر هم د ټولو دفاعي مشرانو په حضور کې د وضعیت ارزولو غوښتنه کړې ده.

د داعش ضد ایتلاف کې د امریکا پخواني استازي برټ مک ګرګ د قاسم سلیماني وژلو ته په اشاره ویلي چې انصاف وشو، خو پایلې یې نامالومې دي.

د هغه په خبره، باید عراق کې دریځ پیاوړی کړو.

د ممکنه غبرګون لپاره د نیویارک پولیس تیارسي شوي دي.

د نیویارک ښاروال بېل ډي بلازیو ټوېټ کې ویلي، د ښار د پولیسو مشر سره یې خبرې کړې چې د حساسو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي او سملاسي تدبیرونه ونیسي.

"موږ باید د ډېر وخت لپاره د هر ډول ګواښ لپاره تیارسي اوسو".