تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر روسیې د بریدونو مخنیوی لپاره پوتین د ټرمپ مننه وکړه
روسي ولسمشر ولاديمیر پوتین د خپل سیال امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مننه کړې چې د استخباراتي معلوماتو په شریکولو یې د روسیې پر خاوره د "ترهګرۍ کړنې" مخنیوی شونی کړ. کرېملن په یوې خبرپاڼه کې ویلي دواړو ولسمشرانو پر یکشنبه ټېلیفوني خبرې هم سره کړې دي.
اعلامیه کې د ډېرو جزیاتو له خپرولو پرته همدومره ویل شوي چې دا معلومات یې د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا ترلاسه کړي.
روسي رسنیو خبر ورکړی چې د نوي کال په موده کې د لینن ګراد ولایت په سانګ پېتربرج ښار کې د یوه برید مخه نیول شوې.
تاس خبري آژانس رپوټ ورکړی چې دوه روسان نیول شوي او د روسیې استخباراتي ادارې اف اس بي له قوله یې ویلي چې د ګڼوخلکو پر غونډېدو د برید مخه نیول شوې.
ښاغلي پوتین او ښاغلي ټرمپ چې سپینه ماڼۍ کې دنده پیل کړې تر اوسه څو ځلې پر ټېلیفون او مخامخ خبرې سره کړي دي.
د ټېلیفوني مکالمې یادښت یې ښيي چې د سوریې، اټومي هوکړې ، شمالي کوریا او سوداګرۍ په اړه غږېدلي.
تېر کال ښاغلي ټرمپ له ښاغلي پوتین وغوښتل چې په مني کې متحده ایالتونو ته ور شي.
پر ولسمشر ټرمپ په کور دننه ډېری مهال نیوکې کېږي چې له روسیې سره تر اړتیا ډېرې نژدې اړیکي ساتي.