تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بوډا بانک لوټ کړ او پیسې یې پر لارویانو وشیندلې
یوه سپین ږیري سړي له کریسمس دوه ورځې وړاندې یو بانک لوټ کړ او غلا کړې پیسې یې پر لارویانو وشیندلې چې د عیني شاهدانو په وینا، نارې یې وهلې چې "کریسمس مو مبارک" شه.
پولیس وايي دغه "سپین ږیری بوډا سړي" د امریکا کولوراډو ایالت کولوراډو سپرینګ ښار کې د "اکاډیمي بنک" په نامه بانک لوټلی دی.
دوی وايي، سړي غلا کړې پیسې او نوټونه په لاس کې له خلتې رایستلې او په هوا کې یې شیندلي.
عیني شاهدان وايي، مشکوک سړی ګډوډ وېښتان لري چې وروسته ورڅېرمه سټارباکس رستورانټ ته تللی.
لارویانو پر لار پراته نوټونه لیدلي، خو ځینو ویلي چې غلا شوي نوټونه بېرته بانک ته سپارل شوي دي.
د کولوراډو پولیس وايي، مشکوک غل ډېوېډ واین اولیور نومېږي او ۶۵ کلن دی او هېڅ داسې باور نه کېږي چې په دې غلا کې دې بل چا همکاري ورسره کړې وي.