تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د نیوزیلنډ اورشیندي
د اورشیندي پرمهال هلته لسګونه سیلانیان وو.
ژغورندویو ډلو ربړي کښتوړۍ کارولې چې له اورشیندي وروسته هلته ټاپو کې ژوندي کسان ومومي
د مایکل شادیا په نوم یوه سیلاني پر خواله رسنیو د اورشیندي انځورونه خپاره کړي.
شادیا وايي، دی او کورنۍ یې په ټاپو کې وو چې اورشیندی پیل شو او دوی شل دقیقې مخکې له هغه ځایه پښې سپکې کړې.
چارواکو سیلانیانو ته ویلي چې د ګاز ضد ماسکونه او خولۍ ولري.
په نیوزیلنډ کې د ځمکپېژندنې او اتومي چارو انسټېټیوټ د اورشیندي یوه وېډیو خپره کړې ده
ژغورندویې ډلې د نیوزیلنډ شمال کې واکاټاني ښار ته رسېدلې دي
په نیوزیلنډ کې چارواکو ویلي، د اورشیندي پېښه کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي
دې ټاپو ته "وکاري" نوم هم اخستل کېږي، دا انځور په ۱۹۹۹ کال اخیستل شوی دی
ددغه ټاپو دا انځور په ۲۰۱۷ کال اخیستل شوی
ښاغلي نیل د ګاز ضد ماسک اچولی
د لټون او ژغورنې عملیاتو کې ۳۵ کسان ژغورل شوي، خو ویل کېږي چې د پېښې پرمهال په ټاپو کې کابو ۵۰ سیلانیان وو
.