تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لندن پولیس: بریدګر پخوا هم د "ترهګرۍ په جرم" بندي شوی و.
د لندن پولیسو ویلي چې په دې ښار کې د جمعې د ورځې د برید ترسره کوونکی پخوا په زندان کې د "ترهګرۍ په جرم" بندي شوی و.
پولیسو ویلي، دغه کس چې تېره ورځ یې لندن کې په چړو دوه کسان ووژل، ۲۸ کلن او نوم یې عثمان خان و.
هغه تر برید وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو. د لندن پولیسو دا "ترهګریز" برید بللی دی.
ددوی په خبره، عثمان خان په ۲۰۱۲ کال کې هم د ترهګریزو فعالیتونو په تور زندان ته تللی و او د ۲۰۱۸ کال په ډېسمبر میاشت کې له بنده خلاص شوی و.
برتانوي ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې ښاغلی خان له هغه وروسته ازاد شوی چې د پولیسو لخوا د خپل تګ راتګ د څار لپاره یې د جي پي اس سیستم لګولو سره موافقه کړې وه.
برتانوۍ ورځپاڼې انډیپنډینټ د ځینو سرچینو په حواله لیکلي د لندن د تیر ماښام برید کوونکی چې عثمان خان نومیده د المهاجرون د سخت دریځې ډلي غړی و. ورځپاڼه د دې سرچینو په حواله زیاتوي ددې ډلې مشر انجم چودري دی او په برتانیا کې تر ټولو خطرناکه او سخت دریځ ډله بلل کیږي. ورځپاڼه زیاتوي برید کوونکی د ترهګرۍ په جرم په زندان کې و او له زندانه له راوتلو وروسته د پولیس تر څار لاندې و.
بلې برتانوۍ ورځپاڼې ډیلي میل لیکلي په لندن کې د تیر ماښام برید کوونکی په ۲۰۱۲ کال کې د لندنو د ونډو په بازار کې د بم ایښودلو په جرم نیول شوی او زنداني شوی و. ورځپانه زیاتوي دې برید کوونکي یو ترهګریز مرکز هم جوړ کړی خو تیر کال له زندانه ازاد شو او کله چې تیر ماښام پولسی په ډزو وواژه نو هغه آله یې لا هم په پښې پورې تړلې وه چې له مخې پولیسو کولی شول دده تګ راتګ وڅاري.
پولیس اوس د نوموړي کور پلټي چې لا نور معلومات ترلاسه کړي.
د برتانیا له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو مشر نېل باسو ویلي، په دې برخه کې لا هم څېړنې روانې دي، خو اوسمهال پولیس ددې برید په تړاو د بل چا لټه نه کوي. ښاغلی باسو زیاتوي چې د نورو احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.
د پولیسو دغه چارواکی وايي، برید په مرکزي لندن کې لندن برېج سره نژدې په یوه تالار کې شوی چې د کمبریج پوهنتون لخوا د زندانیانو د روزنې یوه غونډه روانه وه.
ښاغلی باسو وايي، د بریدګر، یو شمېر زدکوونکي او ځینې پخواني بندیان ددې کنفرانس ګډون کوونکي وو. د پولیسو د څېړنو پر بنسټ، برید مخکې له دې چې د پله سر ته ورسېږي، د ودانۍ دننه پیل شوی و.
په دې پېښه کې یو سړی او یوه ښځه وژل شوي دي. یو سړی او دوه مېرمنې ژوبل او روغتون ته لېږدول شوي دي. تر اوسه د وژل شویو پوره جزییات په ډاګه شوي نه دي.
برید څنګه وشو؟
د لندن مېتروپولېتن پولیس وایي، د جمعې پر ورځ د ښار په لنډن برېج سیمه کې یو مشکوک ترهګر وروسته له هغه د پولیسو په ډزو ووژل شو چې پر عامو خلکو یې د چړې وارونه وکړل او ګڼ کسان یې ټپیان کړل. چارواکو اوس منلې ده چې په دې برید کې لږ تر لږه دوه عام خلک وژل شوي.
پولیس وایي دوی ته د چړې برید په اړه پر دوو بجو احوال ورکړل شو. لومړی یو شمېر خلک په چړې وهل شوي او پولیس وايي تر دغه وروسته یې یو مشکوک کس چې وروسته بریدګر بلل شوی په ډزو همالته وژلی.
د لندن ښاروال صادق خان هم خبري رسنیو ته خبرو کې وویل چې "یو شمېر خلک ټپیان دي "، خو د اوس لپاره محرمیت په پام کې نیسي او تر دې ډېر معلومات نه ورکوي. ښاغلي خان د ځینو ټپیانو وضعیت نازک وباله.
د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن ټویټ کې لیکلي: "زه غواړم د بېړنیو خدمتونو له کارکوونکو او له هغو عامو خلکو مننه وکړم چې لندن برېج کې یې د دې شکمن ترهګریز برید پر وړاندې ډېر زړورتوب کړی. دا یوه بده پېښه ده او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کوم."
ښاغلي جانسن ویلي، هر هغه څوک چې په دې پېښه کې ښکېل دي وبه موندل شي او محاکمه به شي.
د برتانیا د کارګر ګوند مشر جېرېمي کاربن هم پر خپل ټوېټر لیکلي: "د لندن برېج رپوټونه هيښوونکي دي. زه له هغو سره غمشریکي کوم چې په پېښه کې ول. له پولیسو او د بېړنیو خدمتونو له کارکوونکو مننه چې وردانګي. "
پر لندن برېج په ۲۰۱۷ کال کې هم یو برید وشو چې اته کسان په کې ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.
دا وروستی برید په داسې حال کې وشو چې برتانیا ته له ترهګرۍ د ګواښ کچه په همدې میاشت کې لږه ټیټه شوه.
برتانیا کې له ترهګرۍ د ګواښ کچې ته په هرو شپږو میاشتو کې د ترهګړۍ د شننې ګډ مرکز له خوا کتنه کېږي.