تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ایرانیان ولې خپلو بانکونو ته اور اچوي؟"
ایران کې د تېلو د بیې ناڅاپي زیاتېدو سره دغه هېواد کې مظاهرې پیل او تر ۲۱ ډېرو ښارونو ته خورې شوې.
مظاهره چیان دیني مدرسو او بانکونو ته هم اور اچوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارمن او د بهرنیو اړیکو شورا لوی سلاکار ري تکیه په پولټیکو خپرونه کې د دې مظاهرو د رېښې او جرړې ښودلو هڅه کړې ده.
هغه "ولې ایرانیان خپل بانکونه سوځوي" په سرلیک سره ویلي، که ځیر شئ، نو پام به مو شي چې د ایران رژیم له منځ درز کړی او واشنګټن باید پرېږدي چې د تهران پر سینه ټپونه نور هم ژور شي.
ایرانی توکمه امریکایی ري تکیه په جورج ټاون پوهنتون کې استاد دی او د تهران د تېرو څو ورځو مظاهرو له څارلو وروسته وايي:
"د یوه اټکل له مخې تراوسه سل بانکونه او د کار او کسب ۵۷ مرکزونه سوځول شوي دي... ممکن اول کې سوچ وکړئ چې دا هرڅه پر ایران د امریکا د بندیزونو بیا لګېدو سره د بد اقتصادي حالت له وجې وي، خو که ښه ځیر شئ، مسله له دې پېچلې ده".
د دغه څېړونکي په خبره، د ایران د اوسني اقتضادي وضعیت لامل په دغه هېواد کې دو دوو نظرونو ټکر دی؛ د بهرنیو سرچینو جذبولو او نړیوال بازار سره نښلېدو په هکله د حسن روحاني نظر، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې یې غواړي او د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي "د مقاومتي اقتصاد" نظر او داسې ښکاري چې د امریکا بندیزونو لګېدو سره د خامنه يي نظر "حق" وبلل شي.
نوموړی وايي، پر ۲۰۱۳ کال چې حسن روحاني د ولسمشرۍ نوماند و، ویل یې د ایران اقتصاد په بهرنۍ پانګونې سره بچېدی شي. خو د دې نظر په مخ کې خنډ د اټومي پروګرام له امله پر ایران لګېدلي بندیزونه و:
"کله چې بریالی شو، اټومي تړون یې وکړ، خو لږ بهرنۍ پانګونه یې خپله کړه، په داسې ډول چې له اټومي تړون د امریکا تر وتلو مخکې هم چا ایران کې پانګونې ته ډېر زړه نه ښه کاوه".
د هغه په خبره، په مقابل کې خامنه يي او سمونپالو پر بهرنۍ پانګونه باور نه درلود او پر ۲۰۱۴ کال خامنه يي وویل، مقاومتي اقتصاد او پر بډایه کورنیو سرچینو تکیا د بري راز دی. چې پکې د کورني بازار پراختیا، د تېلو پلور باندې تکیه کمول، د سیمې هېوادونو سره سوداګریز اړیکي پراخول او تر ټولو مهم د حکومت د بودیجې سمون او د سبسیډي او حکومتي مرستو کمول دي چې د بودیجې لویه برخه له ستوني تېروي.
ري تکیه وايي، د ایت الله خامنه يي مقاومتي اقتصاد هم خپلې ستونزې لري او له نه پلیتابه رنځېږي:
"د ایران اقتصاد خورا سخت په تېلو پورې تړلی او پر بل څه بدلول یې ډېر سخت دي. د صارداتو پراختیا او د داسې ایراني توکو تولید چې سیمه ییزو بازارونو ته جداب وي هم ډېر سخت د تصور وړ دی، هغه هم په داسې مهال چې د سیمې هېوادونه له کورنۍ جګړې سره لاس ګرېوان دي او ځینې دې جګړو ته ایران لمن وي".
نوموړی وايي، له فساد سره د نوې قضايه قوې هڅې هم له دې بدګومانۍ سره مخ دي چې تر ډېره مخالفان په نښه کوي او سپاه پاسداران چې تر ستوني فساد کې ډوب دی، ډېر کم دې مبارزه کې په نښه شوی دی.
ښاغلی تکیه په پای کې لیکي، ممکن خامنه يي پر مظاهره چیانو برلاسی شي، خو حقیقت کې محروم او کارګر پاړکی- چې د ایران حکومت یې خپل یوازنی ملاتړی بولي- تر پوزې راغلی دی.