ایا کارکوونکو ته دفترونو کې باید د خوب اجازه ورکړل شي؟

امریکايي چارواکي په دفترونو او کارځایونو کې د 'قیلولې ' یا لنډ مهاله خوب له اجازې ورکولو تل انکار کوي، خو ماهرین وايي، اوس وخت را رسېدلی چې دوی باید په دې اړه له سره غور وکړي.

جوناتن بیر د امریکايي چارواکو له قوله وايي، حکومت غواړي په دې لړ کې نوره هم رویه سخته کړي.

که څه هم په کارځایونو کې ویده کارکونکو ته تل له تریو تندي سره کتل کېږي، خو امریکا کې تر اوسه پرې رسمي بندیز نه و لګول شوی.

د عامه خدمتونو ادارې مدیریت له لوري اوس په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي:

''له ځانګړې اجازې پرته هېڅوک باید په فدرالي ودانیو کې خوب و نه کړي. ''

که څه هم داسې څه نه دي ویل شوي چې اوس ولې چارواکو دغه چاره پیل کړې ده، خو په دفترونو او کارځایونو کې د خوب کوونکو خلاف خبرې لومړی ځل نه کېږي.

له دې مخکې د ۲۰۱۸ کال اوږدو کې کالفورنیا ایالت چارواکو ویلي و، چې د ټرانسپورټ څانګې ادارې اړوند کارکوونکو هره ورځ نژدې ۴ ساعته خوب کړی دی او له دې کبله د تولید برخه کې د کموالي له کبله ایالت ته ۴۰ زره ډالره زیان اوښتی دی.

خو بل لور ته بیا په امریکا کې د خوب درملو اکاډیمۍ پخوانی مشر ډاکټر لارنس افسیتین د اټکل له مخې وايي، نژدې ۷۰ میلیونه امریکایان د کمخوبۍ یا بې خوبۍ له ستونزې سره لاس او ګرېوان دی.

د انډیانا ایالت بال سټیټ پوهنتون یوه څېړنه کې هم د هغو کسانو له قوله چې د خپل خوب وختونو په اړه یې څېړونکو ته معلومات ورکړي وايي، په ۲۰۱۰ کال کې د کمخوبه کسانو شمېر په ۲۰۱۸ کال کې له ۳۰ سلنې څه باندې ۳۵ سلنې ته رسېدلی دی.

دغه څېړنه کې چې دا وروستیو کې خپره شوې، ۱۵۰ زره هغو کسانو برخه اخیستې چې وايي، د خوب دورانیه یې اووه ساعته یا له دې هم کمه ده.

ډاکټر افیسټین بي بي سي ته په دې هکله وویل:

''ځینې شرکتونه په دې مساله ډېر خبر دي او د 'ستونزې ' د حل لپاره لارې چارې برابروي، خو له بده مرغه زموږ حکومت په دې لړ کې مخکښ نه دی. ''

نوموړی زیاتوي دا داسې مساله ده چې باید پرې خبرې وشي، '' خو متاسفانه نه پرې کېږي. د بې خوبه کسانو روغتیا اغېزمنه کېږي او دا چاره پر اقتصاد اغېز کوي. ''

کمخوبي ته د اضطراب او ژور خفګان په څېر رواني ستونزو تر څنګ د زړه، له ناروغیو، دماغي سکتې، چاغښت، شکرې او ګڼو نورو ناروغیو سره تړاو ورکول کېږي.

د رانډ کارپورېشن پیجز له لوري د ۲۰۱۶ کال یوه څېړنه ښيي چې له خوبه محرومو امریکايي کارکوونکي د هېواد اقتصاد ته هر کال ۴۱۱ میلیارده ډالره زیان اړوي.

افیستین او نور ملګري یې د دندې پر مهال د لنډ وخت لپاره کارکوونکو ته د اجازې ورکولو ملاتړي دي.

په ځینې نورو هېوادونو کې بیا دا ډېره لویه ستونزه نه بلل کېږي، بلکې په جاپان کې ځینې کمپنیو د خپلو هغو کارکوونکو لپاره چې تر ناوخته کار کوي، داسې خوب ځایونه چمتو کړي چې غږ نه پکې اوریدل کېږي.

امریکا کې هم دغه دود پیل شوی، خو بهیر یې سوکه دی.

د بین انډ جیريز ایسکریم شرکت په ګډون ځینې کمپنیو د لنډ مهاله خوب لپاره ځانګړې خونې چمتو کړې دي.

دا لنډې، تنګې خونې ډېرې هوسا نه دي، چې د 'داوینسي روم ' نوم ورکړل شوی او د خوب لپاره پکې له یوې نرۍ کمبلې سره یو کوِچ - کټ ورکول کېږي.