جرمن ښار کې 'نازي بېړنی حالت' اعلان شو

د ختیځ جرمني په یوه ښار کې چارواکو د 'نازي ایمرجنسي ' یا بيړنی حالت اعلان کړی دی. دوی وايي، د سخت دریځو ښي اړخو له کبله له جدي ستونزې سره مخامخ دي.

د ساکسونې مرکز دریزدین ښار د ښي اړخو لوی مرکز بلل کېږي او د پیګېدا په نامه د اسلام اغېز مخالف خوځښت هم له همدې ځایه پیل شوی و.

د دغه ښار ګذر وکیلانو چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د اروپايي کلتوري مرکز مدعي دی، یو پرېکړه لیک لاسلیک کړی چې د موضوع د حل لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه کوي.

یوه کونسلر ماکس اشینباخ چې بېړنی حالت اعلانولو دغه طرح یې وړاندې کړې، بي بي سي ته په دې اړه وویل:

''نازينوتستاند د اقلیمي بدلون بېړنیز حالت ته ورته اصطلاح ده، چې یانې موږ له یوې جدي ستونزې سره مخامخ یو. یوخ پرانیستې دیموکراتیکه ټولنه له ګواښ سره لاس او ګرېوان ده. ''

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د ښاغلي اشینباخ دغه طرح ښاري شورا ته د رایو لپاره وړاندې شوې چې د ۲۹ په مقابل کې په ۳۹ رایو تصویب شوې ده.

دریسدین ښار نوم له ډېره وخته د ښي اړخو سره په تړاو یاديږي. په ۱۹۹۰ کلونو کې 'نیو نازي ' ډلو دغه ښار کې د 'بمبارۍ هولوکاسټ ' په نامه غونډې او لاریونونه وکړل چې د دوی په خبره په ۱۹۴۵ کال کې یې پر دغه ښار د امریکايي او برتانوي الوتکو د بمبارۍ په یاد یې جوړولې.

همدې دریسدین ښار کې په ۲۰۱۴ کال کې د 'لویدیځ کې د اسلام اغېز خلاف هېوادپال اروپایانو ' یا پيګيدا خوځښت هم پیل شو چې تر اوسه پورې دغه ښار کې لاریونونه کوي.