تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان کې احتجاجونه؛ لومړی وزیر سعد الحریري استعفا کوي
د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري ویلي، له تېرو دوه اوونیو راهیسې یې په هېواد کې د روانو لایونونو له کبله پرېکړه کړې ده چې له خپلې دندې استعفا وکړي. دا لاریونونه د حکومت هغه پلان پر ضد پیل شول چې غوښتل یې د زنګ وهلو لپاره د وټس اپ پر کارولو مالیه ولګوي.
که څه هم حکومت وروسته دا پلان لغوه کړ، خو لاریونونو زور واخیست او خلکو په لبنان کې د سیاسي فساد او اقتصادي بحران په ضد احتجاجونو ته دوام ورکړ.
اوس لومړي وزیر سعد الحریري ویلي، د روان بحران ختمولو لپاره له خپلې دندې ګوښه کېږي او د خپل ټول حکومت استعفا به هم ولسمشر میشا عون ته وړاندې کړي.
لبنان دا مهال په ټوله نړۍ کې یو تر ټولو ډېر پوروړی هېواد دی. د تېرو لسو ورځو راهیسې په دې هېواد کې ټول بانکونه تړل شوي دي.
د روانو لاریونو له کبله ښوونځي، پوهنتونونه او ګڼ شمېر دفترونه هم بند دي.
د حزب الله وسله والې ډلې، چې د الحریري ایتلافي حکومت کې یې ډېر نفوذ درلود، لبنان کې د روانو لاریونونو پر ضد خپل دریځ سخت کړی دی. د سه شنبې پر ورځ د دې ډلې کسانو د پلازمېنې بیروت په زړه کې د حکومت ضد لاریونوالو یو کمپ وتړلو او د هغو خیمې یې هم ونړولې.
د لاریون ضد پولیسو او نورو امنیتي کسانو هڅه وکړه چې دواړه خواوې سره بېلې کړي او د دې چارې لپاره یې اوښلن غاز هم وکارولو.
حزب الله ډلې ویلي، د لومړي وزیر الحریري استعفا به لبنان کې سیاسي تشه رامنځته کړي.
د دې ډلې مشر حسن نصرالله تېره جمعه تور ولګاوه چې د لاریونو تر شا پردي لاسونه دي او دا کړۍ غواړي چې لبنان کې کورنۍ جګړه پیل کړي.