سومالیا کې د امریکایي پوځ پر روزنیر مرکز برید شوی

د عکس سرچینه، Alamy
له سومالیا ترلاسه شوي رپوټونه وایي، وسله والو "جهادیانو" پر هغه مرکز برید کړی چې امریکایي پوځیان پکې کومانډو ځواکونه روزي، او مرګ ژوبله یې اړولې ده. په شبېلې سیمه کې ځایي خلک وایي، له بلې ډوګلې هوایي ډګره یې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدلي دي.
د الشباب وسله والې ډلې د برید مسئولیت منلی او وایي، او لومړی یې د دې مرکز پر دروازه موټر بم برید کړی او وروسته یې وسله وال مرکز ته ننوتلي دي.
د سومالیا پوځي چارواکي وایي چې د وسله والو برید یې په شا تمبولی دی. خو الشباب ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې نښته لا هم روانه ده.
دغه پوځي مرکز له پلازمېنې موګادیشو سل کیلومتره لېرې پروت دی او د امریکایي ځانګړو ځواکونو په ګډون د سومالیا ځانګړي ځواکونه او د یوګانډا سوله ساتي ځواکونه پکې مېشت دي.
امریکایي پوځیان له دې هوایي ډګره د پوځي مرکز په توګه کار اخلي او له همدې ځایه ډرون بریدونه هم کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بله خوا په پلازمېنه موګادیشو کې هم د ایټالیایي ځواکونو یو کاروان باندې برید شوی دی. په دې جلا برید کې تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کوم رپوټ نه دی ترلاسه شوی.
امریکا له هغې را وروسته چې ډونلډ ټرمپ واک ته رسېدلی، پر الشباب ډلې، چې له القاعدې سره اړیکې لري، هوایي بریدونه ډېر کړي دي.
چارواکي وایي، د امریکایي بریدونو په ځواب کې الشباب ډلې په پلازمېنه موګادیشو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، الشباب ډله لا هم د سومالیا پر لویو برخو کنترول لري او خپلو بریدونو کې له ځانمرګو، چاودېدونکو وسایلو هاوانونو او کوچنیو وسلو کار اخیستلی شي.









