محمد عبدالله د سومالیا ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو

د عکس سرچینه، Reuters
د سومالیا د پارلمان غړو محمد عبدالله فرماجو د ولسمشر په توګه غوره کړی، چې د امریکا تابعیت هم لري او وړاندې لومړی وزیر و.
د سومالیا د پارلمان غړو داسې یو سومالیایی د نوي ولسمشر په توګه غور کړ چې د امریکا تابعیت لري او تر دې وړاندې یې د لومړي وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
محمد عبدالله فرماجو په ټاکنو کې ولسمشر حسن شیخ محمد ته ماتې ورکړه.
د ولسمشر د غوره کولو لپاره رایه اچونه یوه هوايي ډګر کې چې سخت امنیت یې نیول شوی و په دوو پړاونو کې ترسره شوه.
د رایې اچونې پایله د سومالیا د پارلمان رییس محمد عثمان جواري اعلان کړه:
"دویم پړاو چې درې تنه په کې کاندیدان وو بشپړ شو. زه خوښ یم چې دا اعلان کوم د ټاکنو ګټونکی محمد عبدالله فرماجو دی. "
په دې خاطر چې د رایې اچونې پرمهال کومه امنیتي پېښه رامنځ ته نه شي د ترافیکو پر تګ راتګ او الوتنو بندیز لګول شوی و.
د نوي ولسمشر په توګه د محمد عبدالله د ټاکل کېدو هرکلی د پارلمان غړو په خوښیو وکړ.
ولسمشر محمد عبدالله وویل، د فساد پرضد مبارزه به یې په لومړیتوبونو کې وي. نوموړي خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې ناهیلي به یې نه کړي:
"د ولسمشرۍ دنده اسانه نه ده، سخت کارونه مې مخې ته پراته دي، زه په دې پوهېږم خو زه به ستاسو د خوبونو د ریښتا کولو لپاره هر ډول چارې ترسره کړم."

د عکس سرچینه، AMISOM
د سومالیا نوی ولسمشر په فرماجو مشهور دی. فرماجو په ایټالوي ژبه پنیر ته وايي. په دې خاطر چې نوموړی له لبنیاتو سره ډېر مینه لري په فرماجو مشهور شوی دی.
په سومالیا کې په دې ډول سوله ییزې ټاکنې له ۱۹۶۹ کال راپدیخوا نه وې ترسره شوې. همدا لامل دی چې په نړیواله کچه یې هرکلی شوی او ملګرو ملتونو ویلي چې سومالیا کې له څو کلن کړکېچ وروسته په سوله ییز ډول د ولسمشر محمد عبدالله ټاکل کېدل د دې هېواد د راتلونکي لپاره ښه زیرې دي.








