"دا مریخ نه دی، د انډونیزیا اسمان دی"

د تېرې اونۍ د پای ورځو کې د انډونیزیا ځنګلونو کې د لوی اور لګېدو له امله د دغه هېواد په یوه صوبه کې اسمان سور شو.

یوه ځايي وګړي- چې د دې منظرې عکسونه اخیستي- وایي، د لوګي له امله یې سترګې او ستونی په تکلیف شول.

انډونیزیا کې هر کال د اور له امله پیدا شوی لوګی سوېل ختیځه اسیا کې خورېږي.

د انډونیزیا د جامبي صوبې اوسېډونکي ایکا وولاندري په میکار ساري کلي کې د شنبې په ورځ ماسپښین د سره اسمان څو انځورونه اخیستي دي.

هغه وايي، په دغه ورځ لړه ډېره زیاته وه.

یوه کس دا انځور پر فیسبوک خپور کړی او تر ۳۴ زره وارې شریک شوی دی.

هغه له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، ډېرو کسانو یې دا تصور جعلي وباله:

"دا انځور او ویډیو اصلي دي او د یکشنبې په ورځ لوګی لا ډېر شوی و".

د ټوېتر یوه کارن زوني شوفي یاتن نسا یوه ویډیو خپره کړې او ور سره یې لیکلي: "دا مریخ نه دی، موږ انسانانو ته پاکه هوا غواړو، نه لوګی".

د انډونیزیا د هواپوهنې اداره د سپوږمکۍ انځورونو له مخې وايي، په دې انځورونو کې ځینې داسې سیمې تر سترګو کېږی چې ډېر غوړسکه( په یوه ځای ډېر او ډبل) لوګی ترې پورته کېږي.

د سینګاپور پوهنتون د ټولنپوهنې پوهاند ټای یونګ وایي، طبیعي عمل سره د لوګي پر مهال ځانګړی ډول ذرې تشیال یا فضا کې ځوړند پاتېږي:

"د دې ذرو جسامت یو مایکرو مېتر یا له هغه کم وي او کله چې د لوګي په ډول لړه جوړېږي، نو دا دا وړې ذرې رڼا سربخنه کوي".

د هغه په خبره، دا چې انځورونه ماسپښین اخیستل شوي، ممکن دې حالت کې اسمان ډېر سور لیدل کېده.

هغه وايي، که لمر ستاسو پر سر وي او تاسو اسمان ته ګورئ، نو لا ډېر سور ښکارېږي.

د نوموړي په خبره، دا چاره د تشیال یا فضا تودوخه نه اغېزمنوي.

د انډونیزیا او تر یوه بریده د مالیزیا کې د لړې له امله پرانیستو ځایونو کې اور لګېږي او له جولای تر اکتوبر پورې چې وچ موسم دی لا ډېرېږي.

د انډونیزیا د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د روان کال اتو میاشتو کې درې لکه اته ویش زره اوه سوه څلرویشت هېکتره په ایرو بدله شوې ده.

د دې اور مسوولیت پر لویو کمپنیو او کوچنیو کرونګرو یو ډول اچول کېږي، چې د خپلو چارو یا کروندو لپاره د ځمکې پاکولو لپاره بوټو ته اور اچوي.

البته دا اور له کنټرول وځي، د خوندي ځنګولونو په ګډون پراخې سیمې په لمبه بدلوي.