امریکا د تېلو خپلې زېرمې کومې ورځې ته ساتلې؟

امریکہ تیل ذخائر

د عکس سرچینه، Getty Images

په سعودي عربستان کې د تېلو پر چاڼځایونو له بریدونو وروسته امریکا کې دا خبره کېږي چې ولې دا هېواد د بېړنیو حالاتو لپاره زېرمه شوي تېل نه کاروي؟

د تېلو د بیې لوړېدو سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل یوه ټویټري پیغام کې وویل دوی هغه تېل کارولی شي چې په بازار کې د تېلو غوښتنه یا تقاضا کنټرول شي.

نوموړي د هغو تېلو خبره وکړه چې له ۶۴۰ میلیونو بېرلو ډېر دي او د امریکا په تکساس او لویزینا ایالتونو کې د مالګې په غارونو کې زېرمه شوي دي. د داسې زېرمه کولو طرحه په ۱۹۷۰ میلادي کلونو کې جوړه شوه.

د انرژۍ نړیوالې ادارې ټول غړي باید د امکان تر بریده دومره تیل زېرمه کړي چې تر ۹۰ ورځو کار ورکړي، خو په امریکا کې د نړۍ په کچه د تېلو ستره زېرمه ده.

ولې زېرمه شول؟

د انرژۍ نړیوالې ادارې ټول غړي باید د امکان تر بریده دومره تیل زېرمه کړي چې تر ۹۰ ورځو کار ور کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انرژۍ نړیوالې ادارې ټول غړي باید د امکان تر بریده دومره تیل زېرمه کړي چې تر ۹۰ ورځو کار ور کړي

د امریکا سیاستوالو په ۱۹۷۰ میلادي کال کې په لومړي ځل د تېلو د زېرمه کولو په اړه خپل نظرونه څرګند کړل. دا نو هغه وخت و چې د منځني ختیځ هېوادونو د تېلو پر سوداګرۍ بندیز ولګاوه چې له امله یې نړېوالې بیې لوړې شوې.

د ایران، عراق، کویت، قطر او سعودي عربستان په ګډون ټولو عربي هېوادنو پر امریکا د تېلو پلور ودراوه او لامل یې دا وښوده چې پر ۱۹۷۳ میلادي کال د عرب-اسرائیل جګړه کې امریکا د اسرائیل ملاتړ وکړ.

د همدغه کال په اکتوبر کې جګړه درې اونۍ وغځېده، خو د تېلو پرسوداګرۍ بندیز د ۱۹۷۴ میلادي کال تر مارچ پورې و او همدارنګه دا بندیز پر نورو هېوادونو هم لګول شوی و چې په دې سره نړېوالې بیې څلور چنده لوړې شوې وې یانې د یو بېرل تېلو بیه له درې ډالرو ۱۲ ډالرو ته لوړه شوه.

د اغېزمنو هېوادونو د پطرولو په پمپونو کې د موټرونو کتارونه وليدل شول چې دې کار د بحران څرګنداوه.

د ایران،عراق، کویت، قطر او سعودي عربستان په ګډون ټولو عربي هېوادنو پر امریکا د تېلو پلور ودراوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران،عراق، کویت، قطر او سعودي عربستان په ګډون ټولو عربي هېوادنو پر امریکا د تېلو پلور ودراوه

په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالتونو کانګرس د انرژۍ پالیسي او خوندیتوب قانون تصویب کړ چې ورسره د پطرولو ستراتیژیکې زېرمې جوړې شوې چې داسې کړکېچ ته ځواب ورکړي.

په امریکا کې د تېلو زېرمې څه ډول دي؟

اوس د امریکا په څلورو ځایونو کې د تېلو زېرمې شته چې دوه یې په تکساس ایالت کې دي چې یوه یې په فري پورټ او بل یې په وینې کې ده او نورې دوه زېرمې یې په لوییزیانا کې دي چې د جهیل چارلس او بیټن روګ سره نږدې دي.

په هرځای کې د ۳۳۰۰ فوټه په ژوروالي سره د انسان په لاس جوړ شوي غارونه دي چې په کې تېل زېرمه کېږي، دا له هغه څه ښه دي چې موږ تېل له ټانکر سره په ځمکه کې ښخوو خو دا طریقه ارزان بیه او خوندي ده او همدرانګه د مالګې د کیمیایي مرکب او ځمکني فشار سره سره د تېلو د اخراج خطر هم نشته.

فري پورټ ته نږدې په براین ماونډ کې د ځمکې لاندې د تېلو په دې زېرمه کې ۲۵۴ میلیونه بېرله تېل زېرمه کېدای شي.

د تېلو د زېرمو د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې د سېپټمبر تر ۱۳مې په دې زېرمه کې ۶۴۴۸ لکه بېرل تېل وو.

د امریکا د انرژۍ نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په منځني ډول په ورځ کې ۲۰۵ لکه بېرله۸ پطرول کارېدل، د دې هدف دا دی چې امریکا کې د ۳۱ ورځو اضافي تېل شته.

دا څنګه کار کوي؟

په ۱۹۷۵ میلادي کال کې د ولسمشر جیرارډ فورډ د لاسلیک شوي قانون له مخې یوازې د امریکا ولسمشر د تېلو د زېرمو د کارولو اجازه کولی شي، خو په هغه صورت کې چې د انرژۍ ترلاسه کول ډېرله خنډ سره مخ وي.

دا زېرمې په وروستي ځل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې کارېدلې وې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا زېرمې په وروستي ځل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې کارېدلې وې

د انرژي د کمښت په صورت کې هره ورځ په ټاکلي اندازه تېل له زېرمو ایستل کېږي او هدف یې دا دی چې د ولسمشر له هوکړې وروسته دا تېل تر دوو اونیو تر بازاره رسېږي.

یاده دې وي چې دا اومه تېل دي- له کارېدلو مخکې باید پاک شي چې د سون توکو شکل غوره کړي چې بیا موټرو، الوتکو او سمندري بېړیو کې وکارېږي.

د سعودي عربستان د تېل پر چاڼځایونو له برید وروسته د امریکا د انرژۍ وزیر رک پیري سي اېن بي سي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل له دې برید سره- سره هم د امریکا د تېلو د زېرمو کارولو په اړه خبره 'له وخته مخکې' ده.

ایا دا مخکې هم کارېدلې دي؟

دا زېرمې په وروستي ځل په ۲۰۱۱ میلادي کال کې کارېدلې وې، کله چې د عرب پسرلي پرمهال د انرژۍ نړیوالې ادارې له غړو هېوادونو سره په ګډه ټولټال ۶۰ میلیونه بېرل تېل ټول کړل چې د تېلو رسولو کې خنډ کم کړي.

په هرصورت، ځینو وختونو کې د امریکا د متحده ایالاتونو د تېلو بېرل لوی مقدار پلورلی دی، په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د خلیجي جګړې پر مهال د امریکا پخواني ولسمشر اېچ ډبلیو بوش د دې تېلو کارول منظور کړل او زوی یې جورج بوش هم له کترینا سمندري توپان وروسته د ۱۱ میلیون بېرل تېلو د پلور اجازه ورکړه.

پر ۱۹۹۷ میلادي کال د ولسمشر بېل کلېنټن په پېر کې هم د کسر کمولو لپاره د دې زېرمو ۲۸ میلیونه بېرله تېل پلورل شوي وو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر ۱۹۹۷ میلادي کال د ولسمشر بېل کلېنټن په پېر کې هم د کسر کمولو لپاره د دې زېرمو ۲۸ میلیونه بېرله تېل پلورل شوي وو

خو په دې وخت کې چې د انرژۍ تولید کې دومره ډېر پرمختګ شوی، امریکا د تېلو د دومره سترو زېرمو د ګټې په اړه پوښتنې کېږي، په واشنګټن کې ځینې کسان هم د دې زېرمو د ختمولو خبره کوي.

د حکومت د احتساب دفتر پر ۲۰۱۴ میلادي کال خپل رپوټ کې وویل چې د دې زېرمو ختمولو سره د امریکايي کاروونکو یا مستهلکانو لپاره د پطرول پمپونو بیې کمېدلی شي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ټرمپ ادارې هم پردې خبرې غور وکړچې د تېلو د نیمايي زېرمو پلورل د مرکزي حکومت خساره یا کسر کمولو کې مرسته کولی شي.

په ۱۹۹۷ میلادي کال کې چې د بېل کلېنټن واکمني وه هم د کسر کمولو لپاره د دې زېرمو ۲۸ میلیونه بېرله تېل پلورل شوي وو.