تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر وژل کېدو وړاندې د خاشقجي 'د وروستیو خبرو' کلپ خپور شو
ترکیه کې یوې ورځپاڼې د هغه غږیز کلپ نور جزیات خپاره کړي، چې په خبره یې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د ژوند په وروستیو شېبو کې ثبت شوی دی.
ښاغلی خاشقجي چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې، د پروسږ کال اکتوبر کې په استانبول کې د سعودي عربستان د کونسلګرۍ په ودانۍ کې وژل شوی و.
صباح نومې حکومت پلوه ورځپاڼې لیکلي، دغه کلپ په هماغه صحنه کې ثبت شوی و، چې وروسته د ترکیې څارګرو ادارو لاس ته ورغلی دی.
ادعا کېږي چې په دغه کلپ کې د جمال خاشقجي له خولې وروستۍ وتلې خبرې هم شاملې دي. ښاغلی خاشقجي له وژل کېدو مخکې په امریکا کې اوسېده او د هغه هېواد واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لپاره یې لیکنې کولې.
نوموړی وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال اکتوبر پر دویمه هغه مهال ولیدل شو، چې له خپلې ترکۍ کوژدنې سره د واده کولو د رسمي اسنادو تر لاسه کولو په موخه استانبول کې د سعودي عرب کونسلګرۍ ودانۍ ته ننوت.
د هغه وژنې لړ کې د پړې ګوته سعودي عربستان ته ونیوله شوه، چې د هغه د بې درکۍ په تړاو یې جنجالي معلومات خپاره کړل، خو سعودي چارواکو وروسته دا پېښه د (یاغیانه) عملیاتو پایله وبلله او ۱۱ کسانو محاکمه یې پیل کړه.
ورځپاڼه څه وايي؟
صباح ورځپاڼې له دې مخکې هم د جمال خاشقجي د مرموزې وژنې په تړاو تفصیلات خپاره کړي، چې په نړیواله کچه د خبرونو د سر موضوع شوي دي. اوس دغې ورځپاڼې تېره یوه اوونۍ کې د هغې ډلې په لاس چې دوی یې (هدفي بریدګر) بولي، د جمال خاشقجي د وژنې په تړاو دوه رپوټونه خپاره کړي دي.
د صباح رپوټ کې د یوه فارنسک یا عدلي طب د ماهر یادونه هم شوې چې په وینا یې د (څاروي قرباني کولو) په نامه له سعودي عربه لېږل شوی و. رپوټ زیاتوي خاشقجي ته د کونسلګرۍ په ودانۍ کې ویل شوي وو، چې د نړیوالو پولیسو یا انټرپول له امر سره سم باید ریاض ته ستون شي.
دغه رپوټ کې ویل شوي، خاشقجي ته ویل شوي وو، چې زوی ته لیکلی پیغام واستوي، خو هغه انکار وکړ او له هغه وروسته د بې هوښۍ درمل ورکړل شوي وو.
رپوټ کې زیاته شوې، هغه خپلو وژونکو ته ویلي وو، چې د ساه لنډۍ ناروغ دی او باید خوله یې پټه نه شي، خو له هغه وروسته بې هوښه شو.
د رپوټ له مخې همدا د خاشقجي له خولې وتلې وروستۍ خبره وه.
د صباح رپوټ کې راغلي، د خاشقجي سر په یوه کڅوړه کې تړل شوی و او په ثبت شوي کلپ کې د اخ و ډب غږونه هم اورېدل کېږي.
ورځپاڼه ادعا کوي چې په غږیز کلپ کې د قانوني طب د ماهر په لاس د خاشقجي د بدن ټوک ټوک کېدو غږونه هم اورېدل کېدای شي.
له پروسږ کاله راهیسې د خاشقجي د وژنې پر مهال د ثبت شوي غږیز کلپ خبرې کېدې.
ترکي چارواکو رسماً د دغه غږیز کلپ شتوالی منلی و او دا یې هم ویلي و چې ځینې حکومتونو ته یې استولی دی، خو دا معلومه نه ده چې دغه کلیپ د صباح ورځپاڼې چلوونکو لاس ته څنګه ورغلی دی.
اوس چې د جمال خاشقجي له وژنې یو کال تېر دی، له نړیوال فشار سره سره هم د هغه مړی نه دی موندل شوی.
د سږ کال لومړیو کې ملګرو ملتونو کې د سارايي محاکمو وژنو څېړنې یوه ماهر د ښاغلي خاشقجي د وژنې بې پرې او خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.
دغې ځانګړې څېړونکې اګنیس کالامارد د خاشقجي وژنه داسې قتل وباله چې (په لوی لاس یې اجازه ورکړل شوې وه)
سعودي چارواکو د هغې رپوټ رد کړ او له هغه راهیسې پرلپسې انکار کوي چې ګواکې د دې وژنې رسمي اجازه ورکړل شوې وه.