له اروپایي ټولنې د وتلو پر موضوع د برتانیا پارلمان کې ناندرۍ

د برتانیا پارلمان کې پرون (چارشنبه د سپتمبر څلورمه) له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو یا پاتې کېدو موضوع نوره هم پسې ناندریزه شوه. لومړی د پارلمان غړو د رایې اچونې له لارې له کومې هوکړې پرته له اروپایي ټولنې د بېلېدو مخه ونیوه. ورپسې لومړي وزیر بورېس جانسن د وار مخکې ټاکنو غږ وکړ، خو دې لایحې هم کافي رایې وانه خېستې.

د ټاکلي مهالوېش له مخې برتانیا باید د روان میلادي کال د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه له اروپایي ټولنې ووځي. حکومت او د پارلمان لویه برخه غواړي چې دا کار د یوې بشپړې هوکړې له مخې وشي.

خو د برتانیا حکومت له څو کلونو خبرو وروسته هم نه دی توانېدلی چې له اروپایي ټولنې سره دې برخه کې تړون خپل پارلمان کې تصویب کړي.

اوس وېره دا ده چې لومړی وزیر بورېس جانسن به د اکتوبر پر ۳۱مه له کوم تړون پرته برتانیا له اروپایي ټولنې وباسي.

د نوموړي له دې پلان سره نه یوازې اپوزیسیون کارګر ګوند، بلکې په خپله د ده په محافظه کار ګوند کې هم ګڼ وکیلان مخالف دي.

دوی په ګډه پرون یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې باید په هره بیه له اروپایي ټولنې سره هوکړه وشي.

په ځواب کې یې لومړي وزیر له وخته مخکې ټاکنې راوبللې، ځکه دی ډاډه نه دی چې په پاتې موده کې به کوم تړون شونی وي، خو د پارلمان دوه په درېیمه برخه وکیلان باید د ټاکنو پرېکړه تائید کړې وای. داسې ونه شول، ځکه کارګر ګوند رایه اچونه کې هېڅ برخه وا نه خېسته.

په پرونۍ رایه اچونه کې حکومت ته د ماتې ورکولو لپاره د برتانیا د پخوانۍ کابینې ځینې غړو په ګډون د واکمن ګوند ۲۱ غړو له اپوزیسیون سره ملګرتیا وکړه.

حکومت له دې مخکې ګواښ کړی چې که د واکمن ګوند کوم غړی د حکومت پر ضد رایې ورکړي، له غبرګون سره به مخامخ او له ګوند به وشړل شي.

لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، د پارلمان ناندرۍ او رایه اچونه به پر بریګزیټ خبرو اغېر وکړي او نور (اوږدوالی) به نور (خنډ او ځنډ) را منځته کړي.

برتانوي لومړی وزیر مخکي ویلي، له اروپايي ټولنې سره هوکړه کېږي او که نه، هېواد به یې د اکتوبر پر ۳۱مه له اروپايي ټولنې ووځي.

البته نوموړي د دوشنبې پر ورځ په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې چې د اکتوبر پر ۱۷مه کېږي- په اوسنۍ هوکړه کې د بدلون لپاره تایید تر لاسه کولای شي، خو په وینا یې که پارلمان بې له هوکړې وتل رد کړي، له اروپايي ټولنې سره به یې خبرو کې د هېواد دریځ کمزوری شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د لندن پخوانی ښاروال بورېس جانسن د تېرې جولای میاشتې پر ۲۳مه نېټه رسماً د برتانیا لومړی وزیر شو.

نوموړی له هغه یوه ورځ مخکې د واکمن محافظه کار ګوند مشر ټاکل شوی و او له هغه سملاسي وروسته یې ژمنه وکړه چې له اروپايي ټولنې به د برتانیا وتلو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي جانسن هغه مهال ژمنه وکړه چې د اکتوبر میاشتې له پای ته رسېدو مخکې به برتانیا له اروپايي ټولنې بهر کړي. دا یوه داسې جنجالي موضوع ده چې له کبله یې یو شمېر برتانوي وزیرانو استعفاوې کړې دي.

بورېس جانسن د پخوانۍ لومړۍ وزیرې تېرېزا می ځایناستی دی چې له پرلپسي هڅو وروسته نه وه توانیدلې له اروپايي ټولنې د خپل هېواد ایستلو هوکړې ته له برتانوي پارلمانه هوکړه تر لاسه کړي.

د برتانيا خلکو ۲۰۱۶ میلادي کال کې يوه ټولپوښتنه کې د اروپايي ټولنې د پرېښودو په پلوۍ رايه ورکړې وه او له هغه نهه میاشتې وروسته د ۲۰۱۷ میلادي کال په مارچ کې بريتانيا له ۴۴ کلن غړيتوب وروسته له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې رسمي غوښتنليک وسپاره.